1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م.م. پر جماعت الاحرار بندیز وضع کړ، پاکستان یې هرکلی وکړ

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د هغې پریکړې هرکلی کړی دی چې له پاکستاني طالبانو څخه پر یوې بیلې شوې ډلې باندې یې بندیز وضع کړی دی. دغه ډله په پاکستان کې د څو خونړیو بریدونو مسئوله ده.

https://p.dw.com/p/2g9XS
Taliban Angreifer Schule in Peschawar
انځور: Reuters/Pakistan Taliban

د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوې بیانیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه اقدام ستاینه کړې ده. دې شورا د پنجشنبې په ورځ، جماعت الحرار ډله په خپل هغه نوملړ کې شامله کړه چې پکښې د شاملو کسانو او سازمانونو دارایي ګانې کنګل کیدای شي، ورباندې د سفر او د وسلو د پلورلو بندیز هم لګول کیدای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ملګرو ملتونو دغه اقدام د اسلام آباد د غوښتنې پر اساس کړی دی.

پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي چې د جماعت الاحرار ډله له ګاونډي هیواد افغانستان څخه خپل بریدونه پلانوي او بیا یې په پاکستان کې عملي کوي. افغانستان بیا دغه ادعاوې ردوي.

پاکستان تیرکال پر دغې ډلې باندي بندیز وضع کړ او د هغه د مشرتابه د نیولو اقدام يې وکړ.

زموږ له ارشيف څخه: