1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. پر ګلبدين حکمتيار بنديزونه ليري کړل

۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر ګلبدين حکمتيار لګول سوي بنديزونه ليري کړل. په دې توګه لاره هواره سوې چي حکمتيار په افغانستان کي په ښکاره فعاليت وکړي.

https://p.dw.com/p/2Wxvg
Gulbuddin Hekmatjar
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/A. Kenare

د افغانستان د ملي وحدت حکومت له ملګرو ملتونو څخه د هغه وروسته له ګلبدين حکمتيار څخه د بنديزونو ليري کولو غوښتنه وکړه، کله چي حکومت د نوموړي له ګوند حزب اسلامي سره د سولي تړون لاسليک کړ.

ګلبدين حکمتيار او د هغه ډلې د افغانستان په اوسنۍ روانه جګړه کي مهم رول نه درلود. خو د نوموړي حزب اسلامي په ۱۹۹۰مو کالونو کي د خونړۍ کورنۍ جګړې پر وخت او د هغه څخه مخکي د شورويانو پر ضد په جګړه کي ډېر مهم کردار درلودلی ؤ.

ګلبدين حکمتيار په دې تورن دی چي په ۱۹۹۰ کالونو کي پر کابل د جګړې په ترڅ کي يې پر کابل راکټونه توغولي ول چي په ترڅ کي ورباندي تور دی چي زیات ملکيان يې وژلي او ژوبل کړي ول. پر نوموړي يو شمېر نور د بشري حقونو څخه د تيري تورونه لګول کيږي.

ملګرو ملتونو پر حکمتيار د لګول سوو بنديزونو په ليري کولو سره نوموړی له هغه ليسټ څخه ليري کړی چي د القاعده، داعش او نورو ورته وسله والو ډلو سره په تړاو تورنو کسانو نومونه شامل دي. د دغو بنديزونو په ليري کولو سره پر حکمتيار د سفر بنديز هم ليري سوی دی.

حکمتيار له يو نامعلوم ځای څخه د افغانستان د حکومت د رئيس محمد اشرف غني سره د سولي تړون لاسليک کړی ؤ. د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په مياشت کي د دغه لاسليک ويډيو هم خپره سوې وه چي پکښي حکمتيار وينا هم کړې وه.

له حکمتيار څخه د بنديزونو د ليري کولو وروسته افغان چارواکي اټکل کوي چي نوموړی به په ښکاره توګه د افغانستان پلازمېني کابل ته راستون سي.

د امريکا د متحده ايالاتو تر څنګ يو شمېر هيوادونو د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولي تړون په افغانستان کي د سولي پر لور يو مهم قدم بللی ؤ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.03.2014):