1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په افغانستان کي د نوي ماموريت ملاتړ وکړ

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آذر ۲۲, شنبه

په افغانستان کي د ناټو جنګي ماموريت پای ته رسيږي خو يو بل غېر جنګي ماموريت به يې پېل سي. اوس د امنيت شورا د «پريکړنده ملاتړ» په نوم د دغه ماموريت ملاتړ اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1E3fw
انځور: Reuters/Brendan McDermid

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۲مه) په نيويارک کي په يو ږغ سره يوه اعلاميه تصويب کړه. په دغه اعلاميه کي په افغانستان کي د ناټو د نوي ماموريت «پريکړنده ملاتړ» حمايت اعلان سوی دی.


دغه ماموريت به د نوي مېلادي کال په پېلېدو سره د ناټو د پخواني جنګي ماموريت ځای ونيسي. د جنورۍ په لومړۍ نېټه پېلېدونکي د دغه نوي ماموريت له مخي به تقريبا ۱۲۰۰۰ بهرني عسکر په افغانستان کي د افغان امنيتي قواوو په روزني او مشورتي فعاليتونه شروع کړي.

د امنيت شورا په تصويب سوې اعلاميه کي په يو ږغ سره په افغانستان کي د ناټو د نوي ماموريت هرکلی سوی دی. په اعلاميه کي راغلي چي «دا د نړيوالو له خوا په افغانستان کي د وضعې د ټيکاؤ په تړاو د دوامداره مرستي اړتيا لا ښه روښانه کوي.»

د ناټو ۱۳۰۰۰ عسکر به پاته وي

په عيني حال کي په افغانستان کي د وسله والو مخاليفينو بريدونه زيات سوي دي. اټکل کيږي چي له افغانستان څخه د جنګي بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته ښايي په دغو بريدونو کي لا زياتوالی راسي. ناټو به د روان مېلادي کال په پای ته رسېدو سره په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر تقريبا ۱۳۰۰۰ ته راکښته کړي.

دغه عسکر به د افغان امنيتي قواوو د روزني او مشورې ورکولو وظيفه پر غاړه ولري. د افغانستان ټول امنيت به يوازي د افغان ځواکونو پر غاړه وي. ناټو په داسي حال کي په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر راکموي چي په ۲۰۱۰م کال په افغانستان کي د ناټو د عسکرو شمېر ۱۴۰ زرو ته رسېدلی وو.

د امنيت شورا په اعلاميه کي چي د ۱۵ غړو هيوادونو له خوا تصويب سوې ده په افغانستان کي پر «طالبانو، القاعدې، ناقانونه وسله والو ډلو، مجريمينو او د مخدره موادو پر قاچاق کوونکو» د روان «تاوتريخوالي او ترهګرو اعمالو» له کبله سخته نيوکه سوې ده.

«چيلنجونه لا موجود دي»

په اعلاميه کي راغلي دي چي د ناټو نوی ماموريت به د افغان ځواکونو وړتياوي او ظرفيتونه دومره بهتره کړي چي هغوی د خپل هيواد د امنيت ساتنې دنده په ښه توګه تر سره کړي.

و ملګرو ملتونو ته د افغانستان سفير ظاهر طنين ويلي دي چي د امنيت شورا دغه اعلاميه يووار بيا دا روښانه کوي چي افغان حکومت او افغانان د نړيوالي ټولني او امنيت شورا د ملاتړ څخه برخمن دي. نوموړي زياته کړې: «دا خبره هم روښانه ده چي په مخ کي لا زيات چيلنجونه موجود دي او القاعده او طالبانو خپلو ترهګرو بريدونو ته ادامه ورکړې ده.»