1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په افغانستان کي ملکي تلفات نور هم ډېر سوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د يوه نوي راپور له مخي په افغانستان کي د ملکي وگړو تلفات نور هم زيات سوي دي. په راپور کي راغلي دي چي هر دريم وژل سوی يو کوچنی دئ.

https://p.dw.com/p/2X1pV
Afghanistan Kabul Selbstmordattentat Beerdigung
انځور: DW/H. Sirat

په افغانستان کي د ملکي تلفاتو په اړه د ملگرو ملتونو نوی راپور د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د فيبروري ۶مه) په کابل کي خپور سوی دئ.

ملگرو ملتونو په تير مېلادي کال کي د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جگړو کي د ۱۱۴۱۸وگړو د مرگ ژوبلي پيښي ثبت کړي دي.

په راپور کي راغلي دي چي د سږکال د قربانيان شمېر د ۲۰۱۵م کال په پرتله درې سلنه ډېرښت ښيي. تر ټولو زيات بيا د کوچنيانو تلفات زيات سوي دي چي د تيرکال په پرتله ۲۴ سلنه زياتوالی ښيي. په دې سره نو د قربانيانو هر دريم يو کوچنی دئ.

دغه راز ويل سوي دي چي د ټپيان شمېر ۶ سلنه زیات سوی دئ چي شمېر ئې ۷۹۲۰ کسانو ته رسيږي. په راپور کي د ښځو د تلفاتو په اړه هم اندېښنه ښوول سوې ده چي وايي د وسله والو طالبانو له خوا ئې د صحرايي محکمو پيښي زيات سوي دي.

ويل سوي دي چي په هدفي توگه د ښځو د وژلو پيښي هم ۲۵ سلنه زياتي سوي دي. دغه قربانۍ تر ډېر هغه ښځي دي چي د بشري حقونو په برخه، پوليسو او يا ټولنيزو چارو کي فعالي دي.

په جگړو کي د قربانيانو شمېر تر ډېر د افغانستان په جنوب کي ښوول سوی خو په ځانمرگو بريدونو او چاودنو کي بیا ملکي تلفات د افغانستان په مرکزي برخه کي ثبت سوي دي.

ملگرو ملتونو د ۶۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر وسله والو طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو اچولې. د راپور له مخي داعش د ۲۰۱۵م کال په پرتله لس چند زیات انسانان وژلي دي.

د ۲۲ سلنه ملکي تلفاتو پړه بيا د افغان امنيتي ځواکونو پرغاړه اچول سوې ده. نور پاته سلنه د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ په جگړو کي وژل سوي دي.

په افغانستان کي د ملکي تلفاتو په اړه د ملگرو ملتونو په نوي راپور کي راغلي دي چي په افغانستان کي د دوی لاس رسی ولايتونو ته سخت دئ نو کیدای سي د تلفاتو شمېر تر دې هم ډېر وي.

نور مطالب: په کابل کي د تېرکال په سپتمبر مياشت کي د بريدونو انځورونه (05.09.2016)