1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په ایران کې د اعدامونو په هکله اندېښنه وښودله

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ اسفند ۳, شنبه

د ملگرو ملتونو د سازمان ویاندې ویلې دي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۷ اونیو کي په ایران کې د ۸۰ او ۹۵ په منځ کې کسان اعدام شوې دي. دغه ارقام ښيې چې په ایران کې د تیرو کلونو په پرتله د اعدام سزا ډیره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1BDqu
انځور: ISNA

د ملگرو ملتونو د سازمان ویاندۍ شمداسانې، د شنبې په ورځ د ( فبروۍ ۲۱مه) په ژنیو کې وویل چې دغه سازمان د روان میلادي کال په پيل کې په ایران کې د تر سره شوو اعدامونو رپوټونو اندیښمن کړی دی.

د میرمن شمداساني په خبره یوازې د روان میلادي کال په لومړیو ۷ اونیو کې ۸۰ تنه اعدام شوې دي. هغې زیاته کړه چې د یو شمیر رپوټونو په حواله کیدای شي د اعدام شوو کسانو شمیر له ۹۵ څخه هم ډیر وي.

په ایران کې د اعدام سزا زیاتره په دار د ځړول کیدو په شکل ترسره کیږي. د اعدام په سزا د محکوم شوو کسانو لویه برخه د مخدره توکو د جرایمو پوري اړوند کسانو وي، چې د ملگرو ملتونو د سازمان په حواله د بین المللي قوانیونو پر بنسټ په ډیرو لویو جرمونو کې شمیرل کیږي.

د دوو تنو قومي فعالانو پر اعدام نیوکه

د ملگرو ملتونو ویاندې شمداساني په دغه رپوټ کې د جنوري په میاشت کې د هادي راشدي او هاشم شعباني پټ اعدامونو ته اشاره کړه چې د هغې په وينا د قانوني مراحلو پر اساس نه دي ترسره شوي. د ملگرو ملتونو دغه ویانده وايي چې د ترلاسه شوو رپوټونو پر بنسټ، مخکې تر اعدام کیدو دغو دوو تنو ته له خپل وکیل او د کورنۍ له غړو سره د خبرو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د شمداساني په خبره دغو کسانو ته شکنجه ورکول شوې تر څو له دوی څخه اعتراف واخيستل شي.
د روان کال د « جنوري په ۲۹مه» اعلان وشو چې دوه تنه عرب زندانیان هادي راشدي او هاشم شعباني چې د تیر کال د « دسمبر د میاشتې په ۱۶مه» یو نامعلوم ځای ته وړل شوې ول اعدام کړل شول.

دغه دواړه اعدام شوې کسان د «الحوار» یعنې د خبرواترو په نامه د یوه کلتوري سازمان له بنسټ ایښودونکو څخه ول چې د محمد خاتمي د ولسمشرۍ پر مهال تاسیس شوی ؤ. دغه مؤسسه په ۱۳۸۴ هجري شمسي کال د خوزستان د عربانو د اعتراضونو تر سرکوبه کولو او په دغه ځای کې د امنیت تر ټینگیدو وروسته غیر قانوني اعلان، او فعالان يي تر تعقیب لاندی ونیول شول.

راشدي او شعباني نژاد په ۱۳۸۹ ه ش کال کې ونیول شول. دغه دواړه کسان بیا په ۱۳۹۲ ه ش کال کې له دریو تنو نورو عرب زندانیانو سره یوځای پر اعدام محکوم شول. دغو زندانیانو د اعدام پر حکم د محکومیدو په غبرگون کې د یوه میاشت له پاره د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی وو.

« په يو کال کي ۵۰۰ کسان اعدام شول»

شمداساني وايي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان اعدام شوي دي چې په دوی کې د ۵۷ تنو د اعدام حکم په عام محضر کې ترسره شوی دی. د هغې په خبره د دغو اعدامونو شمیر کیدای شي تر ۶۲۵ تنو پوری وي. له بل اړخه د بخښني نړيوال سازمان هم ويلي چي په ۲۰۱۲ کال کې په ایران کې ۳۱۴ تنه اعدام شوې ول.

په تیر میلادي کال کې د حسن روحاني په ټاکل کیدو سره په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو هیلي ډیري شوې وې. په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې تر وینا د مخه د یو شمیر سیاسي بندیانو تر آزادولو وروسته دې گمان نور هم قوت وموند چې کیدای شي د ایران نوی حکومت به د بشري حقونو په برخه کې بل ډول دریځ غوره کړي.

میرمن شمداساني د افسوس په څرگندولو سره وویل چې نوی حکومت هم د اعدام د مجازاتو په برخه کې د تغیر را وستلو په هکله کوم د پام وړ کار نه دی کړی. هغې د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې په پراخه پیمانه د اعدامونو د حکم صادرول دې ودروي.