1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په زرهاو ماشوم عسکر آزاد شوي

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

په تير کال کې تر ۵۰۰۰ زيات ماشوم عسکر چې د مختلفو ډلو له خوا جگړو ته اړ شوي ول، بيرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي. خو د ملگرو ملتونو په حواله اوس هم په لسونو زره کم سنه ځوانان د مليشو او حکومتي ځواکونو په لیکو کې جنګیږي.

https://p.dw.com/p/2sZv5
Jemen Kindersoldaten
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais

د جنوبي سوډان په بامبيو سيمه کې يو څو ورځې تر مخه ماشومانو له خپلو وسلو سره د عسکرو ترڅنګ په مارش کې برخه واخيسته. خو دا د دوی د عسکر په توگ وروستی مارش وو . له دوی څخه یې يو الفرید برکت دی چې ښايي ۱۵ کلن وي. هغه وایي: «په خپله خوښه له ياغيانو سره يوځای شوی وو. درې ورځې یې مزل وکړ څو د دوي کمپ ته ورسيږي. ياغيانو ترې پوښتنه وکړه چې څه غواړئ. ده ورته وويل زه دلته د کار له پاره راغلی يم.»

د ملگرو ملتونو په حواله په جنوبي سوډان کې د الفريد ترڅنگ کابو ۳۱۰ نور ماشوم عسکر خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د دوی د اټکلونو پر اساس په جنوبي سوډان کې څه نا څه ۱۹ زره ماشوم عسکر د وسله والو ډلو په ليکو کې جنگيږي. دوی يا خو په زور جلب شوي او يا د کورنۍ جگړې د گډوډيو پر وخت په خپله خوښه له دې ډلو سره يوځای شوي.

په سوريه او عراق کې له کلونو راهيسې د «اسلامي دولت» ترهګره ډله ماشومان د وسله والې جگړې له پاره روزي. خو د دوی مخالفين هم بيا د ماشومانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. په دې تیرو کلونو کې د عراق په ښارونو کې د شيعه مليشو داسې لوحې لیدلې شوي چې په مرسته یې په هدفمنه توگه د ماشومانو د جلبيدو هڅه کیده. دوی سوريې ته استول کيدل چې هلته د اسد د ځواکونو ترڅنگ جگړه وکړي.

Südsudan Kindersoldaten
انځور: picture alliance/AA/UNICEF/S. Rich

د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې ويرجينيا گامبا وويل: «هغه نجونې او هلکان چې کورو ته ستانه شوي بايد روغتيايي معاينې یې ترسره شي او رواني وضعيت یې وڅارل شي.»

ګامبا زیاته کړه چې دا به ډير وخت ونیسي څو دغه تنکي ځوانان بيرته په خپلو پخوانيو کليو او ښارونو کې عادي ژوند وکړای شي.

پای لا نه ترسترگو کيږي

د نړۍ په هغه ټولو شلو شخړو کې، چې د ملگرو ملتونو د ماشومانو اداره یې څاري، تر اوسه هم کم سنه کسان جلبيږي او يا هم په زور جنگ ته اړيږي. گامبا وویل: «دا ماشومان د ډارونکي زور زياتي شاهدان دي.» د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه: «دا زموږ مکلفيت دی چې دوی ته وښيو چې په امن او ثبات کې د ژوند او د سولې هیلې هم شتون لري.»

د ملگرو ملتونو په حواله اوس مهال په ټوله نړۍ کې په جگړو کې ښکيلې ۶۱ ډلې له ماشومانو څخه په تيره بيا د جنگيالو په توگه او يا هم د پيغام رسوونکو، آشپزانو او يا د جنسي مريانو په توگه کار اخلي. تر ټولو زيات په سوریه، عراق، جنوبي سوډان، سوماليا او کانگو کې وضعيت خراب دی.

د ادغام له پاره هلې ځلې

د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې ويرجينيا گامبا د نړۍ پر دولتونو غږ وکړ چې د ماشوم عسکرو د آزادولو او د دوی بيرته عادي ژوند ته د ستنيدو له پاره کار وکړي. دی وويل: «بې له  پياوړو سياسي گامونو او مالي مرستې به د ماشومانو بيرته پر ټولنه د ورگډولو پر ځای په ډير احتمال سره دوی يو وار بيا دغه ډول جگړو ته جلب شي.»

د ملگرو ملتونو د معلوماتو په حواله په تولیزه توگه له ۲۰۰۰م کال راهيسې په ټوله نړۍ کې تر ۱۱۵ زرو زيات ماشوم عسکر آزاد شوي دي.

haz/jj(dpa) (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: