1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په کندز کې د امریکا هوایي برید ملکي وګړي وژلي

۱۳۹۵ آبان ۱۷, دوشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې تیره اوونۍ په کندز ولایت کې د امریکا متحدو ایالاتو په یوه هوایي برید کې ۳۲ ملکي وګړي وژل شوي دي. دې سازمان د ملګي وګړو وژل د نه منلو وړ بللی دي.

https://p.dw.com/p/2SGk1
Afghanistan Kundus Trauer für Opfer von Kämpfen
انځور: Reuters/N. Wakif

دغه بریدونه تیره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ وختي په کندز ولایت کې ترسره شول چې له کبله یې د ځايي چاورواکو په خبره لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي چې مړي یې د خپلوانو له خوا تر ښخېدو مخکي د کندز پر سړکونو وګرځول شول.

په افغانستان کې د ناټو د عملیاتو له کبله رامنځ ته کیدونکي ملکي تلفات یوه ډیره جنجالي موضوع ده چې له کبله یې وخت نا وخت د عامو کسانو غوسه راپاریږي.

امریکایي ځواکونو هم ویلي دي چې د هغوی له خوا ترسره شوې برید «په قوي احتمال» ملکي تلفات رامنځ ته کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه به پوره څېړنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند دا یوه ناوړه پیښه بللې ده.

تیر کال هم د کندز د بې سرحده ډاکترانو پر یوه روغتون باندې د امریکا متحدو ایالاتو یوه هوایي برید ۴۲ کسان ووژل چې له کبله یې نړیوال غبرګون راوپاریدل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، ویلي دي: «لومړۍ موندني ښيي چې هوایي عملیاتو لږ تر لږه ۳۲ ملکي وګړي وژلي او ۱۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د تلفاتو ډیره برخه ښځې او ماشومان دي.»

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچې یاماماتو، ویلي دي: «د ملکي کسانو وژل کیدل د منلو نه دي او په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره هڅې تر سوال لاندې راولي.»

هغه زیاته کړې ده: «نړیوال پوځي ځواکونه باید د هوایي عملیاتو ترسره کولو پر مهال ټول هغه تدابیر ونیسي چې په پایله کې یې ملیکي تلفات راکمیدای شي. په دغو تدابیرو کې باید د هوایي بریدونو د څرنګوالي بشپړه ارزونه شامله وي.»