1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : په ۲۰۱۱ کال کې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی دی

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د اداری کمیسارې، ناوی پیلي، ویلي دي چې په ۲۰۱۱ کال کې په ټولیزه توګه د بشري حقونو په وضعیت کې ځکه پرمختګ راغلی دی چې په نړۍ کې ډیری انسانانو د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

https://p.dw.com/p/13QKa
۲۰۱۱ کال د بشري حقونو په برخه کې ډیرې لاس ته راوړنې درلودې
۲۰۱۱ کال د بشري حقونو په برخه کې ډیرې لاس ته راوړنې درلودېانځور: dpa

هغې په عربي نړۍ، مادرید، نیویارک، لندن، سنتیاګو او د نړی په نور برخو کې د خلکو اعتراضونه په ګوته کړي او ویلي یې دي چې دغو انسانانو د بشری حقونو اعلامیې ته یو نوی ارزښت ورکړی دی.

دغه راز د آلمان د بشری حقونو له جرګی څخه، تیودور راتګیبر، ۲۰۱۱ کال د بشري حقونو لپاره یوه ښه کال وګاڼه او په اړه یی په نسبی توګه یوه مثبته ارزونه وکړه. راتګیبر وایي چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشري حقونو شورا هم ډیرې لاس ته راوړنې درلودلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې تازه باد د ۲۰۱۱ کال د فبروری په میاشت کې ولګید.

په دغه وخت کې د دغی شورا د لبیبا استازي د لیبیا د هغه وخت له مشر، معمر القذافي، څخه واټن ونیوه او په ښکاره توګه یې د خپل هیواد رژیم د بشري حقونو څخه پر سرغړونې تورن کړ.

وروسته تر هغې لیبیا د شورا له غړیتوب څخه بې برخې کړای شوه. دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۰ کلن تاریخ کې بې ساری ادقدام وو.

نوموړې شورا د ملګرو ملتونو په ټولو ۱۹۴ غړو هیوادونو کې د بشری حقونو د وضعیت د څارنې پروسه چی په ۲۰۰۶ کال پیل شوې وه د روان کال په نومبر میاشتې کې بشپړه کړه.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش