1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منل سوي سوريايي کډوال په آلمان کي خوښ دي

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۲ دی ۲۰, جمعه

آلمان تر اوسه پوري په رسمي توگه ۲۰۰۰ سوريايي پناه غوښتونکي منلي دي. دغه کسان له هوايي لاري آلمان ته رسیدلي دي او د ځانگړو حقونو څخه برخمن دي. د بشر د حقونو فعالين د ټولو پناه غوښتونکو له پاره د ورته حقونو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1AokI
ليل مصطفی او د هغه مېرمن يانت ميراض له خپل ماشوم سره
ليل مصطفی او د هغه مېرمن يانت ميراض له خپل ماشوم سرهانځور: DW/J. Albrecht

خليل مصطفی او د هغه مېرمن يانت ميراض د آلمان د شلېزويگ هولشتاين ايالت په مرکزي ښار کيل کي ژوند کوي. دوی يو درې کلن زوی لري چي جان نوميږي. د مصطفی کورنۍ د سوريې د هغو کډوالو څخه دي چي له هوايي لاري آلمان ته راوستل سوي دي او په آلمان کي د ځانگړو حقونو څخه برخمن دي.

يانت ميراض په زياته بيا د خپل کوچني زوی له کبله په آلمان کي خوشاله ده. هغه وايي: «دلته د ماشومانو د لوبو له پاره ډېر ځايونه سته. زه کوښښ کوم چي خپل زوی ډېر زيات د لوبو دغو ځايونو ته بوځم. زه غواړم چي دی له هغو شيانو څخه برخمن سي چي تر اوسه ورڅخه محرومه پاته سوی وو.»

ميراض وايي چي غواړي آلماني ژبه زده کړي او خپلي زده کړي پای ته ورسوي. هغه زياتوي: «زما يو بل ارمان دا دی چي زه دلته پوهنتون ته ولاړه سم او خپل تحصيل بشپړ کړم. دا هم زما يو ارمان دی چي زما زوی دلته ښوونځی او پوهنتون ولولي او دا چي موږ يو وخت بېرته سوريې ته د تلو امکان ولرو.»

«په لبنان کي ژوند ډېر سخت وو.»

خليل مصطفی له خپلې مېرمني او زوی سره د سوريې د حلب ښار په داسي یوې برخه کي ژوند کاوه چي کردانو په کې اکثريت لاره. خليل مصطفی وايي چي د ۲۰۱۱ کال په پای کي د دوی سيمي ته جنگيالي ورداخل سول. هغه زیاتوي چي خپله مېرمنه او ماشوم يې د دوستانو په کور کي پرېښودل او دی لبنان ته ولاړي تر څو هلته د کرايې کور او روزگار برابر کړي. خليل مصطفی وروسته په خپلې مېرمني او ماشوم پسي راغلی او هغوی په لبنان کي ژوند پیل کړ. د نوموړي په وينا په لبنان کي د هغوی ژوند ډېر سخت وو.

يانت ميراض وايي چي د هغې يوه خوارخوانده د ټکسي چلوونکي له خوا د موټر څخه هغه وخت په زوره کښته کړل سوه چي په پوه سو چي د سوريې د کډوالو څخه ده. د ميراض په وينا ټکسي چلوونکي دغې ښځي ته رد و بد وويل چي گواکي د سوريې د مهاجرو له کبله په لبنان کي پخپله د لبنانيانو له پاره د روزگار موندنه مشکله سوې ده. خليل مصطفی په سوريه او لبنان کي د خپل ژوند په هکله وايي: «په سوريه او لبنان کي زما تر ټولو لويه کمزوري زما زوی وو. موږ هغه ته هيڅ امکانات نه سوای برابرولای. موږ لويان يو او په دغه شان حالاتو کي ژوند کولای سو او په بحران مو سر خلاص وو خو د ده له کبله به موږ غمجن وو ځکه چې ده د نورو ماشومانو په څېر د لوبو شيان نه درلودل. خو زه دلته د راتلو وروسته مطمئن يم.»

«ټول پناه غوښتونکي بايد دغه شان حقونه ولري»

خليل مصطفی او د هغه کورنۍ په ۲۰۰۰ هغو سوريايي کډوالو کي راځي چي پناه غوښتنه يې قبله سوې او د ځانگړو حقونو څخه پرخمن دي. اوس د بشر او پناه غوښتونکو د حقونو يو شمېر فعالين او ټولنې دا غوښتنه کوي چي په آلمان کي دي د ټولو پناه غوښتونکو سره ورته چلن وسي. د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع تورستن ديورينگ په دې هکله وايي: «طبعا زموږ هيله دا ده چي د پناه غوښتونکو پر وړاندي باید مساوات وي. موږ د دې غوښتنه کوو چي هر پناه غوښتونکي ته په سمدلاسه توگه دا حق ورکول سي چي د ژبي د زده کړي کورسونه ولولي او په سمدلاسه توگه د کار کولو اجازه ولري.»

د سوريې د کډوالو له راتگ څخه مخکي هم په آلمان کي د پناه غوښتونکو او د هغوی د مدافعينو له خوا دا غوښتنه کېده چي هر هغه څوک چي په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي بايد د لومړۍ ورځي څخه ورته د کار اجازه ورکړل سي. دا په داسي حال کي ده چي په آلمان کي هغه پناه غوښتونکي چي لا منل سوي نه وي تر ۱۲ مياشتو پوري د کار کولو اجازه نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب