1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منموهن سنګ د افغانستان پارلمان ته وينا وکړه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعه

سنګ نن د افغانستان پارلمان ته وينا وکړه او وويل چی هند د افغانستان د سولي د بهیر څخه ملاتړ کوی او د دغه بهیر لپاره هر ډول قربانی ورکولو ته چمتو دی. سنګ وویل چي د هند او افغانستان تر منځ يو ستراتيژيک تړون هم لاسليک شوی

https://p.dw.com/p/11FP3
افغان او هندی مشران
افغان او هندی مشرانانځور: ap

د هند لومړي وزير، منموهن سنګ، په داسي حال کې د افغانستان پارلمان ته نن د جمعې په ورځ وينا وکړه چې په پلازمينه کې له تيرو دوو ورځو راهيسې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

دا د افغانستان نوي پارلمان ته د لومړي لوړ پوړي بهرني او هغه هم د صدراعظم په کچه د يوه خارجي چارواکې وينا ده.

منموهن سنګ د افغانستان ملي شورا ته تر وينا دمخه تيره ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي، د کابينې له يو شمير غړو او وروسته د خپل هيواد له ديپلوماتانو، يو شمير انجينيرانو او روغتيا پالو سره وکتل.

ښاغلي سنګ پارلمان ته په خپله وينا کي وويل چي هيواد يې له افغانستان سره په خپلو ژمنو په هر حالت کې کلک ولاړ دي او د افغانستان ثبات لومړي د سيمې او بيا وروسته د ټولي نړۍ د ثبات معني لري.

منموهن سنګ پرون کابل ته راغي او له ولسمشر کرزي سره يي د ليدو کتو پر مهال له کابل سره د نوې ډهلي د ۵۰۰ مليونه امريکايي ډالرو مرستي اعلان وکړ.

سنګ د پارلمان استازو ته په خپلي دغي وينا کي وويل چي تروريزم او افراطيت هيڅ يوه هيواد ته د منلو وړ نه دي ځکه چې له مرګ او ويرانۍ پرته بل څه نه راولي.

سنګ د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان او هند تر منځ د يوې ګډي پارلماني کميتې د جوړيدو خبر هم ورکړ.

هغه وويل چي دغه کميټه به د دواړو ملکونو تر منځ د پارلماني اړيکو په برخه کي کار کوي او د دواړو هيوادونو يو شمير استازي به پکې برخه لري.

د هند لومړي وزير چې ويل کيږي د افغانستان پارلمان ته لومړي هغه لوړ پوړي بهرني چارواکي دي چي خبري کوي د خپلې وينا پر مهال همدا راز د افغانستان او هند تر منځ د يوې ستراتيژيکي قرار داد له ټينګيدو څخه هم پرده پورته کړه.

هغه وويل چي دغه ستراتيژيکه ملګرتيا د دواړو هيوادونو د سياسي، اقتصادي او امنيتي اړيکو پر اساس جوړه سوي او ولاړه ده.

هند چې ويل کيږي له افغانستان سره يي د طالبانو د حکومت له نسکوريدو را پدې خوا يو نيم مليارد امريکايي ډالر مرسته کړي په افغانستان کې د پاکستان له مخ پر زياتيديونکي نفوس څخه انديښمن دي.

سنګ وويل چي مونږ له غرب او افغانستان سره نږدې اړيکي لرو او دا اړيکي به هيڅ کله نورو ملکونو ته چي هغه ترينه په مستقيمه توګه يادونه و نه کړه زيان و نه رسوي. په حقيقت کې د هغه اشاره د پاکستان هغو انديښنو ته وه چې په افغانستان کې يې د هند له نفوذ څخه لري.

نوموړي د پارلمان غړو ته په خپلي دغي وينا کې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې له خبرو کلک ملاتړ څرګند کړ او زياته يي کړه چي حکومت او خلک يي په سيمه کې د سولي راوستو ته هر راز قربانيو ته چمتو دي.

من موهن سنګ هند د افغانستان د خلکو ښه ملګري ياد کړ چې پر وينا يې په دغه ملګرتيا کي يي زياتي قربانۍ ورکړي او لا هم قربانيو ته چمتو دي.

سنګ وويل چي د افغانستان په لويديځ کې د زرنج - دلارام واټ د جوړلو په برخه کې ګڼ شمير انجينيران، کارګران او ماهرين وژل سوي خو بيا هم هند له افغانستان سره هر راز همکاريو ته چمتو دي او قربانۍ ورکولو ته هم ټټر وهي.

کابل/ جلالزي

کتونکي/ عبدالباري حکيم