1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"منځلاري طالبان، د سولي په پروسه کي مرسته کولای سي"

۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعه

د آلمان صدراعظمي، مېرمن انګيلا مېرکل، ويلي دي چي، هغه طالبان چي د القاعدې سره خپلي اړيکي وشلوي، تاوتريخوالی پريږدي او د افغانستان د سولي له بهير سره يوځای شي په دغه هيواد کي د سولي په راوستلو کي مرسته کولای شي.

https://p.dw.com/p/13LEf
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکلانځور: DW-TV

ميرکل د بن ښار له يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل، چي هر هغه کس چي يو وخت ئې د طالبانو سره يو ځای جګړه کوله هيڅ وخت د سولي د پرمختګ په وړاندي نه دريږي.

د بن ښار به د دوشنبې په ورځ( د ډسمبر ۵) د افغانستان په هکله د يو ستر نړيوال کنفرانس کوربه وي.

د بن د راروان کنفرانس موثريت هغه وخت تر سوال لاندي راغلی، چي د افغانستان ګاونډي هيواد، پاکستان پريکړه وکړه چي په دغه کنفرانس کي به ګډون و نه کړي.

پاکستان د ناټو د هغه بريد په وړاندي د اعتراض په توګه د بن په کنفرانس کي د نه ګډون اعلان وکړ، چي ددغه هیواد ۲۴سرتيري ووژل شول.

پاکستان وايي چي ناټو د دغه بريد په ترسره کولو سره د پاکستان پر ملي حاکميت بريد کړي دي. د بن د کنفرانس څخه د پاکستان وتل ښايي د دي سبب شي، چي په کنفرانس کي د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي کوم خاص پرمختګ و نه شي.

د بن په کنفرانس کي به تر ۲۰۱۴وروسته د افغانستان په اړه خبري اتري وشي. په دغه کال کي به له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي ځواکونه خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شي.

ميرکل چي د ولسمشر کرزي سره به يو ځای د بن کنفرانس پرانيزي، وايي چي په دې خبره پوهيږي چي دا نا ممکنه ده، چي ټول ياغيان دي د خبرو اترو مېز ته راوستل شي.

«خو د طالبانو په منځ کي يو شمېر منځلاري هم شته، چي همکارۍ کولو ته تيار دي».

اټکل کيږي چي د بن په راروان کنفرانس کي به د ۹۰هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. ميرکل وويل، چي د بن په کنفرانس کي به کوښښ وکړي چي د نړۍ او سيمي هيوادونه په دې قانع کړي چي يو آرام او باثباته افغانستان د هغوئ په ګټه دئ.

هغې زياته کړه چي ډيره خواشينې ده، چي پاکستان په دغه کنفرانس کي ګډون نه کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل