1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت د اروپا نفوس لوړ کړی دی

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

په وروستیو کلونو کې اروپا ته د مهاجرتونو له رسیدو سره د دغې وچې نفوس تر شاوخوا ۵۱۲ ميليونو پوري لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/2gJ8P
Neugeborenenstation im Krankenhaus
انځور: picture-alliance/dpa


څرنګه چې د اروپايي ټولنې احصائيې دفتر د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې اعلان وکړ، په غړو هيوادونو کې د زيږون د کمښت سره بيره، د ورستيو کلونو مهاجرتونو سره، د اروپايي اتحاديې نفوس په مجموعي توګه ۱،۵ ميليونه پورته تللی دی.

آلمان د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نيټه د ۸۲ اعشاريه ۲ ميليونه نفوس ( د اروپايي اتحاديې ۱۶ اعشاريه ۲ ميليونه نفوس برخه) په لرلو، تر اوسه دغې اتحاديې په ۲۸ هيوادونو کې تر ټولو زيات نفوس لري.

په دويم مقام کې فرانسه ده چې نفوس يې ۶۷ ميليونه دی، بريتانا د ۶۵ اعشاريه ۸ ميليونه او ايتاليا د ۶۰ اعشاريه ۶ ميليونه نفوس په لرو، په دريم او څلورم ځای کې قرار لري.

د دغه رپوټ پر اساس، د اروپايي اتحاديې نفوس له مهاجرت پرته، د کوم بدلون پرته په خپل ځای پاتې دی. خو په دې صورت کې بيا د آلمان نفوس ښکته راتلو: په ۲۰۱۶ کال کې به په دغه هيواد کې د زيږیدنو کچه د مړینو په پرتله ۱۵۰ زره ښکته وه.

د ماشومانو پيدایښت تر ټولو په لوړه کچه ايرلند کې شوي دي. دغه هيواد د زيږونو تر ټولو لوړ ميزان لري. له دې نه علاوه په ايرلند کې د زيږیدنو ميزان د مړينې ميزان په پرتله دوه برابره لوړ دی. په سويډن او بريتانيا کې هم د زيږونو له اړخه نفوس پورته تللی.