1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت- د هنګري، پولند او چک پر وړاندې د بروکسل اقدام

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

هنګري، چک او پولنډ د مهاجرو الزامې سهميې ته چمتووالی نه ښيي، ځکه د اروپايي اتحاديې کمیسیون يې پر ضد د ګام پورته کولو خبره کوي. چارواکو له تړون څخه د سرغړونې له امله د دغو درو هیوادونو پر ضد د پروسې پيلولو پریکړه وکړه.

https://p.dw.com/p/2egbh
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

له بروکسل څخه د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار دیمیتریس اورامو پاولوس، د سه شنبې په ورځ په شتراس بورګ کې دغه هیوادونه د پیوستون په نه درلودولو تورن کړل.

خو د وارسا، بوداپست او پراګ حکومتونو د اروپایې کمیسیون د دغه اقدام پر وړاندې اعتراض کړی دی.

اوراموپاولوس انتقاد کوي چې هنګري، پولند او چګ جمهوریت د مهاجرو د اخیستلو یا منلو په اړه د بروکسل پریکړه نه عملي کوي. هغه ټینګار وکړ: «له اروپا سره موضوع یوازې د پیسو ترلاسه کول یا د خوندیتوب یقيني کول نه دي» بلکې دلته د پیوستون او سیاسي مسئولیت خبره هم مطرح کیږي.

همدارنګه د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فیلیپو ګراندي، هم د ختیځ اروپایې هیوادونو پر چلند خپله مایوسي ښکاره کړه. هغه وویل: «په اروپا کې یو څو هیوادونو د هغو له جملې څخه یونان، ایټالیا، آلمان، سویډن او اتريش یوه لویه برخه مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.»

د اروپایې اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر میاشت کې د ختیځ اروپا د ډیرو هیوادونو برخلاف د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د ۱۲۰ زرو پناغوښتونکو د ویشلو پریکړه وکړه. د دغو مهاجرو اکثریت یې سوریایان، اریتریایان او عراقيان دي.

د دغې پریکړې پر بنسټ دغه مهاجر باید د سهمیې له مخې د ۲۰۱۷م کال تر سپټمبر میاشتې پورې له ایټالیا او یونان څخه د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته انتقال شي. په ترڅ کې یو شمیر غړو هیوادونو په داوطلبانه توگه د ۴۰ زره مهاجرو د منلو مسئولیت پر غاړه واخیست.

د اروپایې کمیسیون د نویو شمیرو له مخې تر اوسه پورې په مجموع کې له ۱۶۰ زره مهاجرو څخه یوازې ۲۰۸۶۹ تنه یې د اروپایې اتحادیې پر غړو هیوادونو ویشل شوي دي. پولند او هنګري هیوادونو هیڅ یو مهاجر نه دی اخیستې.

چک جمهوریت له یونان څخه یوازې ۱۲ تنو مهاجرو ته اجازه ورکړې، خو له یوه کال راهیسې د سهمیو او ونډې د ویش پروګرام له مخې هیڅ مهاجر نه دی منلی.

د اروپایې اتحادیې کمیسار اورامو پاولوس، وایې اروپایې اتحادیه نه شي کولې د دغې اتحادیې غړي هیوادونه د بهرنیو سرحدونو د حفاظت په برخه کې یوازې پریږدي. هغه زیاتوي: «د مهاجرو ویش یوازي په هغه صورت کې عملي کیدای شي چې غړي هیوادونه خپلې مناسبې سهمیې ومني.»

له تړون څخه د سرغړونې بهیر کیدای شي اروپایې محکمې ته وړاندي شي او د لویې نقدي جریمې سبب شي.

د هنګري حکومت د اروپایې اتحادیې د دغې کړنلارۍ سره د خپل مخالفت اعلان کړی دی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې د بوداپست حکومت دا یو فشار بولي. هغه زیاته کړه چې حکومت به یې هیڅ چا ته اجازه ور نه کړي چې په غیر قانوني توګه هنګري ته داخل شي.

هنګري هم لکه د سلواکيا په شان اروپایې محکمې ته د مهاجرو د اخیستلو مسئولیت په هکله شکایت کړی دی.

د پولند د بهرنیو چارو وزیر هم د اروپایې اتحادیې دغه اقدامات غیر قانوني بللي دي. هغه دلیل راوړي چې ډیری پناغوښتونکي د بین المللي ملاتړ مستحق نه دي. د چک حکومتي مشر بوهوسلاو زوبوتکا، شکایت کړی چې د سهمیې له مخې د مهاجرو دغه ویش د عملي کیدو نه دی.

د هنګري او پولند تر څنګ اتريش هم تر اوسه پورې د دې اروپایې پروګرام پر بنسټ هیڅ مهاجر نه دی اخیستی. د وین حکومت په لومړي قدم کې د مارچ میاشتې پورې په خپل هیواد کې د مهاجرو د لوړ رقم له امله معافیت ترلاسه کړی وو. خو اوس يې له نورو اروپایې هیوادونو څخه د مهاجرو له منلو څخه انکار کړی دی.

زموږ له ارشيف څخه: