1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرت» د کاتولیکانو د غونډې تر ټولو مهمه موضوع

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۴, دوشنبه

پاپ فرانسیس اروپا ته د مهاجرو د لا هرکلي غوښتونکی دی. هغه به په دې باب یو ځل بیا «د ځوانانو نړیوالۍ ورځ» په مناسبت کیدونکې مذهبي اجتماع کې خپل دریځ بیان کړي.

https://p.dw.com/p/1JVIi
Polen Teilnehmer des Weltjugendtages in Krakau
انځور: Imago/ZUMA Press

دغه اته ورځنۍ غونډه د روانۍ (جولای) میاشتې په ۲۵مه نیټه، پولنډ کې پيلیږي چې د اګست تر لمړي نیټې پورې به دوام وکړي.

پاپ فرانسیس پولند ته خپل د پنځه ورځني سفر په موخه، د چهار شنبې په ورځ دغه هیواد ته رسیدلی او د پولند په کراکوف نومي ښار کې به د ځوانانو نړیوالې ورځ په اجتماع کې ګډون وکړي.

تمه ده چې پاپ به په دغې غونډه کې، اروپا کې مهاجرو ته د پناه ورکونۍ په برخه کې خپل دریځ بیان کړي. په پولند کې د دغې غونډې په لاره اچول او د پاپ دغه اقدام ځکه هم ډیر اړین حسابیږي چې پولند کې د مهاجرو مسئله نور خپل تر نهایی حساس حده پورې رسیدلې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(25.12.2013):


د تيارسۍ حالت

اروپا کې وروستیو تروریستي پیښو ته په کتو، دغې مذهبي اجتماع د امنیت لپاره په انتهایی توګه د تیارسۍ حالت په نظر کې نیول شوي دي.

ویل شوي دي چې د کراکوف ښار د امنیت لپاره ۴۰ زره امنیتي کسان په دندو ګمارل شوي دي، په ورته وخت کې د پولند حکومت هم پر خپلو سرحدونو نظارت او کنترول زیات کړی دی.

تمه ده چې په دغې اته ورځنۍ مذهبي غونډه کې شاوخوا دوه میلیونه کسان ګډون وکړي، خو د غونډې د تنظیمونکو پر وینا، تر اوسه یوازې څلور میلیونه ګډونوال راجستر شوي دي.

د ۲۰۱۶م کال دغې مذهبي غونډې اصلي موضوع:«هغه خلک خوشاله ژوند کوي، کوم چې نرم زړونه ولري، ځکه چې پر هغو باندې رحم شوی وي» ده. (متی ۵:۷)

پاپ فرانسیس اروپا ته د راغلو مهاجرو په باب داسې موقف اختیار کړی چې وايي، مهاجرو ته دې د مذهبي مسائیلو له کتو پرته پناه ورکړل شي.

له هري اروپايي کورنۍ څخه غوښتنه

پولند کې د واټیکان سفیر آرچ بشپ سیلسټینو مګلور، فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې تصدیق کړه، چې پاپ فرانسیس به د ځوانانو نړیوالې ورځ په مذهبي اجتماع کې د مهاجر پر موضوع خپل دریځ بیان کړي. هغه وویل د پاپ موقف روښانه دی. پاپ له هرې اروپايي کورنۍ څخه غوښتي چې مهاجرو سره دې مرسته وکړي.

پاپ د مهاجرو په باب خپل دریځ په عمل کې هم ثابت کړی دی. هغه د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې مهاجرو څخه د لیدنې په موخه د یونان لیسبوس جزیرې ته ورغی، هغه بیرته د راستنیدو پر وخت یو شمیر سوریايي مسلمان مهاجر په خپله الوتکه کې واټیکان ته راوستل.

هغه مهال پاپ فرانسیس ویلي وو،« زه د مسلمان او مسیحي مهاجرو تر منځ توپير نه شم کولی، ځکه ټول مهاجر د خدای مخلوق دي.»د امنيتي مسائلو له وجې

واټیکان پر پولند باندې هم فشار راوړی تر څو له مهاجرو څخه په ښه توګه هرکلی وکړي. پولند د امنیتي مسایلو له وجې، اروپا ته د راتلونکو مهاجرو پر مخ خپلې پولې تړلي دی. پولند ته د زیاتو مهاجرو د ورتلو له وجې اوس د دغه هیواد خلک هم د ځینو نورو اروپايي هیوادونو په شان له مهاجرو څخه خوښ ندي.

دا د ځوانانو نړیوالې ورځې ۲۹ مه اجتماع ده. د دغې غونډې پیل پاپ جان پال دویم کړې وه، هغه لمړنۍ غونډه د ایټالیې په پلازمینه روم کې، په ۱۹۸۶م کال کې جوړه کړې وه. له هغې وروسته د کاتولیکو مسیحیانو دغه کلنۍ مذهبي غونډه د نړۍ په مختلفو ملکونو کې په لاره واچول شوې، چې په هغو کې د برازیل تیره اجتماع هم شامله ده.

پاپ فرانسيس د مهاجرو سره د مرستو ږغ کړی دی
پاپ فرانسيس د مهاجرو سره د مرستو ږغ کړی دیانځور: Reuters