1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت ـ ايا خپل هيواد ته سفر قبولي بېرته لغوه کوي؟

۱۳۹۶ شهریور ۲۳, پنجشنبه

له آلمان څخه ګڼ شمیر مهاجرین د رخصتیو د تیرولو له پاره خپلو پلرني هیوادونو ته سفر کړی، ايا له هغوی څخه به ورکړل شوې پناه بېرته واخيستله شي. په تړاو يې مطلب دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2jwJH
Deutschland Syrische Flüchtlinge aus der Türkei kommen in Hannover an
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

په آلمان کې د سیاسي پناه غوښتنې په ترڅ کې د مهاجرینو لخوا دا موقف غوره کول چې په خپل پلرني هیواد کې ورته خطر دی، خو بیا هم ځینې مهاجرین د رخصتیو د تیرولو له پاره خپلو پلرني هیوادونو ته سفر کول ډیره مهمه مسئله ده.

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل هم په دې هکله خبرداری ورکړی چې د دې راز مهاجرینو پر وړاندې به سخت اقدام وشي. له آلمانۍ ورځپاڼۍ «ویلټ ام زونټاګ» سره په یوه مرکه مرکل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا څه د منلو نه دي او دا امکان هم لري چې د دغه راز مهاجرینو پر دوسیو به له سره کتنه وشي.

په آلماني رسنیو کې په دې وروستیو کې دې مسئلې ته ډیر انعکاس ورکړل شوی دی.  د آلمان د بادن ووتمبرګ ایالت د مهاجرینو او پناه غوښتنې د ادارې په حواله ویل شوي چې په دې ایالت کې شاوخوا ۱۰۰ دې ته ورته پیښې ثبت شوي دي.

څو څو ځلي سفر

د دې ادارې په وینا په داسې حال کې چې د دغه راز کسانو د «پناه غوښتونکي» حالت په خپل ځای پاتې دی، دغه راز کسانو خپلو اصلي هیوادونو ته سفر کړی او ځینې یې ان خپلو هیوادونو ته څو څو ځله تللي دي. آلماني رسنیو د آلمان د کورنیو چارو د وزیر له خولې هم ورته څرګندونې خپرې کړي دي.

د آلماني رسنیو د رپوټونو په حواله په ځینو پیښو کې مهاجرین د خپل مور او پلار یا کورنۍ لیدو او یا هم د خپلو شخصي کارونو له پاره خپلو هیوادونو ته سفر کوي.

د آلمان د زاکسن انهالت ایالت د مهاجرینو د شورا غړي، کریم الواسطي انفومایګرنتس ته په دې هکله وویل چې د دې راز مهاجرینو د درجې له سره ارزول لږ وخت ته اړتیا لري او وايي چې حتماً به ورباندې له سره کتنه کیږي. هغه په دې هکله وايي: «تر هغه پورې چې د دې راز کسانو سره د آلمان تابعیت نه وي، چارواکي کولای شي چې دوی ته د ورکړل شوې سیاسې پناه غوښتنې پر عریضو له سره کتنه وکړي.»

د سياسي پناه بېرته اخيستنه

د الواسطي په حواله د پناه غوښتنو د بیا ارزونې قانون یوازې په آلمان کې موجود دی. په ورته وخت کې تیر کال د آلمان چارواکو د ۸۴۲ عراقي مهاجرینو دوسیې له سره بیا ارزولي او د ۶۳۰ تنو مهاجرینو په هکله له سره پریکړه شوې. په دې ترڅ کې له دې شمیر مهاجرینو څخه له ۲۶ کسانو څخه د دوی سیاسي پناه بیرته واخیستل شوه.

بل لوري ته بیا د تیر کال په اوږدو کې د ۷۸۲ سوریايي مهاجرینو دوسیې له سره ارزول شوي چې یوازې د ۳۱۷ دوسیو په هکله پریکړې شوي. له دې ډلې څخه له یو سوریايي مهاجر څخه د آلمان د قانون له مخې او له ۴۱ نورو څخه د ژنیو د کنوانیسیون له مخې، له دوی څخه د مهاجرت درجه بیرته اخیستل شوې.

دا چې په دې راز پیښو کې څومره افغانان دخیل دي، تر اوسه معلومه نه ده  خو داسې ښکاري چې د هر هیواد او د هر شخص دوسیې جلا اړخونه لري. په آلمان کې هر مهاجر ته د هغه یا هغې د دوسیې په پام کې نیولو سره د مهاجرت د قانون د مادو سره سم، دوی ته د مهاجرت درجه ورکول کیږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.05.2017):