1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت ـ د اروپايي پولو کنترول په ۱۵ ملياردو يورو

۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

يوه څېړنه ښيي چي د مهاجرو په وړاندي د اروپايي پولو کنترول ۱۵ ملیارده يورو مصرف لري. دا په هغه صورت کي که کنترول سيستماتيکه بڼه ولري.

https://p.dw.com/p/1IXgQ
انځور: picture-alliance/dpa/J. A. Gekiere

د Ifo انستيتيوت په نوم مرکز د يوې څېړني پايلي ښيي چي که د مهاجرو د راتګ پر لارو او پر اړونده اروپايي سرحدونو سيستماتيک کنترول رامنځ ته کړل سي، نو به دغه تر ۱۵ ملياردو (۱۵ زره مليونه) يورو مصرف ولري.

د آلمان په مونش کي مېشت د دغه انستيتيوت له د يادي څېړني پايلي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۸مه نېټه) د يو راپور په شکل خپرې کړل سوي دي. په دغه راپور کي راغلي چي د پولو منظم کنترول به پر سرحدونو د تجارتي مالونو په لېږد کي هم ځنډ رامنځ ته کړي. زياته سوې چي دغه ځنډ به د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو په اقتصادي وړتيا کي هر کال د ۰،۰۶ څخه بيا تر ۰،۱۱ پوري کمښت رامنځ کړي.

د څېړني کوونکو کارپوهانو له خوا ويل سوي چي د مهاجرو د مخنيوي له پاره د اروپايي پولو کنترول به تجارت ته هم زيان واړوي. زياته سوې چي هر کال به د ۹ او ۱۵،۴ ملياردو يورو پوري مصارف رامنځ ته سي. په دې توګه سره به د پولو کنترول د اروپايي اتحاديې د غړي هيوادونو د هر وګړي پر سر هر کال د ۱۷،۸۳ يورو څخه تر ۳۰،۳۹ يورو پوري مصارف ولري.

د ياد انستيتيوت کارپوه ګابريل فېبارماير ويلي دي چي د ميکسيکو، کانادا او د امريکا د متحده ايالاتو پر سرحدونو تر سره کېدونکي کنټرول ښودلې، چي هر لارۍ موټر بايد اوسطا تقريبا ۲۰ دقيقې انتظار وکړي.

د يادې څېړني د پايلو په راپور کي راغلي چي که د اروپايي هيوادونو تر منځ د سفر وخت صرف يو فيصد هم زیات سي، نو به د دغو تجارتي ملګرو هيوادونو تر منځ د مالونو په تجارت کي ۱،۴ فيصده کمښت رامنځ ته سي.

ويل سوي چي که حتی د شينګن هيواد پر هره پوله د اشخاصو کنترول رامنځ ته کړل سي، نو به دغه کنترول هر کال د ۲۷ څخه تر ۶۶ ملياردو يورو پوري د لګښتونو سبب سي.

ګابريل فېبارماير ويلي دي چي که د پولو منظم کنترول رامنځ ته کړل سي، بيا به يې هم لګښتونه د هغه په پرتله ډېر کم وي، چي د پناه غوښتونکو د غېر منظم راتګ له کبله اروپايي هيوادونه ورسره مخامخ دي.