1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت ـ د سياستوالي پر «کرکجن» انځور نيوکي

۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبه

د آلمان په پارلمان بُندستاګ کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند غړي اېريکا شتاينبخ تر نيوکو لاندي راغلې ده. دا د هغه وروسته چي هغې د مهاجرو د موضوع په تړاو انټرنټ ته يو انځور پورته کړ.

https://p.dw.com/p/1I3ky
اېريکا شتاينبخ
اېريکا شتاينبخانځور: dapd

د اېريکا شتاينبخ له خوا د «آلمان په ۲۰۳۰م کال کي» تر عنوان لاندي خپور سوي انځور غبرګونونه راپارولي دي. په دغه انځور کي يو ژړ ورېښته لرونکی ماشوم ليدل کيږي چي تورپوستي ماشومان ورباندي راټول دي. هغوی ورڅخه پوښتي: «ته د کوم ځای يې؟» يو شمېر نيوکه کوي چي شتاينبخ په دغه انځور سره وايي چي په راتلونکو شلو کالو کي به آلمانيان په خپل هيواد کي په اقليت واوړي.

د آلمان نورو ګوندونو پر دغه انځورغه انځور سختي نيوکي کړي دي. د آلمان په پارلمان بُندستاګ کي د زرغون ګوند مشري کاترين ګيورينګ اېکارد د فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي: «اېريکا شتاينبخ په خپلو پارونکو او نژادپرستو ویناؤ سره ځان د AfD ګوند، پګيدا او د هغوی ملګرو ته نژدې کړې دی.»

د آلمان د زرغون ګوند رئيسي زيمونه پېتر هم د شتاينبخ له خوا پر خپاره سوي دغه انځور سختي نيوکي کړي دي. پېتر دغه انځور «د کرکي وړ، توکمپال او پارونکی» بللی دی. دغې سياستوالي پر ټويټر ليکلي چي نور نو د ښې اړخو ګوندونو سره کوم توپير پاته نه سو. د زرغون ګوند سياستوال فولکر بېک د شتاينبخ له پاره د عواقبو او پايلو غوښتنه کړې ده. بېک زیاته کړې: «که شتاينبخ پر خپل دريځ پاته سي، بايد چي مسيحي ډيموکراټ ګوند هغې ته د پولې سره کرښه کش کړي.» دغه زرغون سياستوال ويلي چي د شتاينبخ ګوند بايد د هغې پر ضد اقدام وکړي.

پخپله د شتاينبخ د ګوند ملګرو هم د هغې پر دغه انځور نيوکي کړي دي. په بُندستاګ کي د مسيحي ډيموکراټ اتحاد مشر پېتر تاوب د شتاينبخ د انځور په جواب کي په ټويټر پاڼه کي ليکلي: «اغلې اېريکا شتاينبخ، دا چي زه نه غواړم چي بیا له سپکو سپورو څخه کار واخلم، نو ستا د ټويټر پيغام (انځور) په هکله هيڅ نه وايم.» د ياد ګوند بل سياستوال ميشايل ګروس بريومر هم پر شتاينبخ نيوکي کړي دي.

د آلمان د کيڼ ګوند سياستوال او ماتياس هوين شتاينبخ يوه «خواګرځنه (کرکجنه) پارونکې» بللې ده.