1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت ـ له «ښه راغلاست» تر «نور بس»

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

تېر کال لا د اروپا په يو شمېر ښارونو کي د پناه غوښتونکو داسي استقبال کېده، لکه د نامتو لوبغاړو ښه راغلاست چي کيږي. خو اوس يو په بل پسي اروپايي هيوادونو د مهاجرو په وړاندي خپلي پولي تړل غواړي.

https://p.dw.com/p/1IDLp
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

د تېر کال په مني کي د آلمان د مونشن په مشهور فټ بال لوبغالي کي ګڼ شمېر راغلو د فټ بال مينه والو، د مهاجرو ماشومانو ته ښه راغلاست ووايه. خو اوس د اروپا په بيلو هيوادونو کي د ښې اړخو او مهاجر او خارجي ضد ګوندونو په پلويانو او رايه ورکونکو کي زياتوالی راغلی دی. د دې تر څنګ اروپايي هيوادونو يو په بل پسي د مهاجرو په وړاندي خپلې پولي تړل شروع کړي دي.

داسي معلوميږي لکه د مهاجرو په وړاندي د اروپايانو د «ښه راغلاست» ترانې چي په «نور بس دی» بدلي سوي وي. ايا اروپا په ناڅاپه توګه خپل زړسوی له لاسه ورکړی دی؟ او که اروپا راويښه سوې او په دې حقيقت يې سر خلاص سوی چي په مشترکه توګه د مهاجرو د بحران د حل په لار کي ناکامه سوې ده؟

«د اصلاح اړتيا سته»

د «اروپايي پاليسي مرکز» د کډوالۍ کارپوه ايفس فاسکو وايي چي ستونزه دا ده چي د مهاجرو د بحران په تړاو د اروپايي هيوادونو تګلاره او برخورد اوږدمهال نه دی. د دغه کارپوه په وينا «د دغه غلطۍ د اصلاح اړتيا سته.» خو ټول اروپايان د مهاجرو بحران ته د يو داسي مشکل په سترګه نه ګوري، چي بايد له نورو سره يې بار شريک کړي. ګڼ شمېر اروپايان د هغه پر ځای د خپل هيواد د اقتصاد او ملي ارزښتونو په تړاو اندېښمن دي. د فاسکو په وينا ګن شمېر اروپايان دا نظر لري چي د منځني ختيځ جنګونه او افريقا بې وزلي، د دوی ستونزه نه ده. له بل اړخه اروپايي هيوادونه په دې نه دي توانېدلي چي په مشترکه توګه د مهاجرو د بحران له پاره يوه تګلاره جوړه کړي. بلکه برعکس تر اوسه داسي برېښي چي هر هيواد خپل ځان ته تګلاره لري.

کله چي د يو کوردي مهاجر ماشوم انځور پر رسنيو خپور سو، چي په اوبو کي ډوب سوی ؤ او مړی يې اوبو ساحل ته راوړی ؤ، نو ګڼ شمېر اروپايان سخت اغېزمن سول. دا هغه وخت ؤ چي په جرمني کي به انسانانو «جرمني ته ښه راغلاست» لوحې په لاس کي نيولې او په دې توګه به يې د پناه غوښتونکو هرکلی کوی. د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل نور اروپايي ملتونه هم دې ته وهڅول چي ورته عمل وکړي. د آلمان د فټ بال لوبغاړو د لوبي د پېل څخه تر مخه د مونشن په لوبغالي کي يو لاس آلماني او بل لاس مهاجر ماشوم ته ورکړی ؤ او په دې توګه يې د مهاجرو د ادغام له پاره خلک وهڅول.

د مهاجرو راتګ دوام درلود. په دغو کي له جګړې، اقتصادي بې وزلۍ او نورو لاملونو څخه راغلي کسان هم شامله ول. په تازه راغلو مهاجرو کي او د پخواني راغلو مهاجرو څخه د ګوتو په شمېر څو توندلاري او تاوتريخوالي خوښوونکي کسان د دې لامل سول چي ښې اړخي ډلې په مجموع کي د پناه غوښتونکو او خارجيانو پر ضد خلک وپاروي. په داسي حال کي د پاريس وسله وال بريدونه تر سره سول، چي عاملين يې مسلمانان ول. د نوي کال په شپه د آلمان په کولون ښار کي د ښځو په وړاندي ډليزه جنسي زهيرونې رامنځ ته سوې چي عاملين يې خارجيان وبلل سول.

د بالکان تړلي پولي

د سوېډن هيواد چي د نفوس په تناسب يې د اروپا تر بل هر هيواد زيات پناه غوښتونکي منلي ول، پر خپلو پولو باندي يې د کنټرول پېلولو اعلان وکړ. د دغه هيواد سياستوالو په ډاګه پر مهاجرو ږغ وکړ چي نور دي دغه هيواد ته نه ورځي. دا په داسي حال کي چي سوېډن هم د شينګن ساحې غړی هيواد دی. د يادي ساحې ټول غړي هيوادونه خپل تر منځ د سرحد کنټرول نه لري او اوسېدونکي يې کولای سي چي بېله ويزې او کنټرول څخه د ساحې دننه سفرونه وکړي. د دې وروسته يو شمېر اروپايي سياستوالو د خپل هيواد پر پولو د کنټرول رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه چي په دې توګه د شينګن تړون د ګواښ سره مخامخ سو.

په داسي حال کي چي د بالکان هيوادونو د پناه غوښتونکو په وړاندي خپلي پولي وتړلې، په يونان کي ګڼ شمېر پناه غوښتونکي بند پاته دي. ويل کيږي چي په تيرو څو اونيو کي په يونان کي تر ۴۲۰۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي بند پاته دي. دا په داسي حال کي چي يونان په خپله د سترو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی، او د دومره زيات شمېر پناه غوښتونکو تر هوده نه سي وتلای.«جنايتکارانو د تجارت حلقه»

يوازي د ايدوميني په سيمه کي ۱۴۰۰۰ انسانان بند پاته دي. هغوی نه سي کولای چي مقدنيې ته داخل سي، ولي چي هلته په محدود شمېر عراقيانو او سوريايانو ته لاره ورکول کيږي خو د نورو هيوادو اتباعو ته لاره تړلې ده. دا د دې لامل سوي چي د بېلګي په توګه په ايدوميني کي په زرهاؤ افغان مهاجر او نور په ډيرو بدو حالاتو کي شپې او ورځي تيري کړي.

د يکشنبې په ورځ د آلمان په درو فډرالي ايالتونو کي د ټاکنو پايلو وښودل چي ښې اړخو او ولس پارونکو سياستوالو زيات نوي رايه ورکوونکي په لاس راوړي دي. د اروپا په نورو هیوادونو کي تيرو ټاکنو ورته پايلي رامنځ ته کړي دي. د دې څخه دا څرګنديږي چي د مهاجرو موضوع د دې لامل سوې چي ښې اړخي ډلې او ګوندونه ورڅخه د خپلو مقاصدو له پاره کار واخلي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس دېميزېر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶کال د مارچ ۱۰مه) و ZDF آلماني تلويزيون ته وويل «په لاس ښورولو سره د خلکو (مهاجرو) د لېږد پاليسي پای ته رسېدلې ده.» نوموړي زياته کړه: «موږ غواړو چي داسي يو حل ته سره ورسيږو چي و اروپا ته په غېر قانوني راتلل بند سي او په دې توګه به د قاچاق وړونکو او جنايتکارانو د تجارت حلقه ماته کړله سي.» يو شمېر نور سياستوال هم د دې غوښتنه کوي چي داسي لاري چاري بايد برابري کړله سي چي و اروپا ته د مهاجرت له پاره قانوني لاري رامنځ ته سي. خو ايا چي دا به کله او څنګه عملي بڼه خپله کړي، لا نه ده څرګنده.

په داسي حال کي چي د ختيځي اروپا او بالکان له لاري د مهاجرو د راتګ لړۍ بنده سوې، داسي اندېښنې سته چي زيات مهاجر به لا زياتو خطرناکو لارو له د لبيا ته مخه وکړي.

د آلمان په درو ايالتونو کي ښې اړخو زياتي رايي په لاس راوړي
د آلمان په درو ايالتونو کي ښې اړخو زياتي رايي په لاس راوړيانځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt