1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرد کارځایونو د رامنځته کیدو سبب گرځي»

۱۳۹۴ اسفند ۸, شنبه

د يو راپور له مخي د مهاجرو هجوم د کارځایونو رامنځته کولو تقاضا ډیره کړی ده. زياته سوې چې په ۲۰۱۶ کال کې په آلمان کې ۷۰۰ زره نوي کارځایونه رامنځته شي. د SPD گوند د مهاجرو د ادغام له پاره د اضافي پيسو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1I3JZ
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د «بلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د رپوټ پر بنسټ په لوړ شمیر کې د مهاجرو په راتگ سره په آلمان کې د کار بازار هم ډیر تود شوی دی. په آلمان کې د کارموندنې آژانس د رهبرۍ هئيت غړي دیتلیف شیله، بلډ ورځپاڼې ته ویلي دي چي د کډوالو د ادارې او تظیم له پاره د کار ځواک ته هم تقاضا ډیره شوی ده.

د بلډ ورځپاڼې په حواله یوازې د انساني قوي په برخه کې د هغو له جملې څخه په امنیتي سکتور، ټولنیزو خدماتو، پخلنځای، هوټلونو او رستورانتونو کې ۳۰ زره خالي کارځایونه ثبت شوي دي.

د آلمان د اقتصادي څیړنې انستیتوت DIW مشر مارسل فرټشر، د بلډ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د کار په بازرا کې د کار ځايونو د تقسیم پر سر د سيالۍ لانجه تر هغې زیات ښودل کیږي لکه څومره چې په حقيقت کي ده: «د کار باز هیڅ کله هم دومره قوي نه وو لکه اوس چې دی.»

SPD: د مهاجرو د ادغام له پاره پنځه میلیارد يورو غوښتنه کړی

د آلمان سوسیال دیموکرات گوند SPD د دې له پاره چې کډوال په ټولنه کې ښه راتلونکی ولري او د کار بازار سره وصل شي د ۲۰۱۷ کال له پاره په داخلي بودیجه کې له ۳ څخه تر ۵ میلیارده یورو اضافي بودیجې د پلانولو غوښتنه کړې.

د سوسيال ديموکرات گوند مشرۍ کاترین بارلي، د «راینیشه پوست» ورځپاڼې ته ویلي دي چې که چیرې دا کار ونه شي نو د دوی گوند به د بودیجې تصویبول رد کړي. د بارلي په خبره دغه پيسې به د کاربازار ته د مهاجرو د داخلیدو، د ژبې کورسونو، همدارنگه د ودانیو جوړولو د هغو له جملې څخه د ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو د جوړولو په برخو کي د مصرف له پاره په کورنۍ بودیجه کې ورعلاوه کړای شي.

د SPD له گوند څخه د صدراعظمې مرستیال زیگمار گابریل د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۲۵مه نېټه) پر کډوالو په میلیادونو لگښتونو په پام کې نیولو سره د آلمان له ولس څخه وغوښتل چې د ټولینزې سطحې د لوړیدلو له پاره دې د اقتصادي سیاست په برخه کې د سختې سپما څخه کار نه اخلي.

گابریل د نورو برخو تر څنگ د مهاجرو له پاره د کورونو او لا زیاتو روزنیزو مرکزونو جوړولو له پاره د ډیرو پیسو غوښتنه کړې وه چې د هغه دغه غوښتنه د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل له خوا سمدلاسه رد شوې وه.