1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرضد آلمانی په څوارلس کاله بند محکوم شو

۱۳۹۵ تیر ۱۲, شنبه

د آلمان یوې محکمې، د کُلن ښار پر ښاروالې بریدکونکي ته د څوارلس کاله بند سزا واوروله، ۴۵ کلن فرانک تیر کال هغه مهال د کُلن ښارواله د چاقو په ګوزارونو سخته ټپې کړه، چې هغې د کُلن د ښاروالۍ څوکې ګټلو ته خپل کمپیانونه کول.

https://p.dw.com/p/1JHwN
Deutschland Urteil im Prozess Reker Angeklagter Frank S.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

د آلمان یوې محکمې، د کُلن پر ښاروالې باندې د وژونکي برید عامل، ته د څوارلس کاله بند سزا واوروله. محکوم کس ویلي دي چې ده دغه کار د مهاجرو په تړاو د صدراعظمې انګیلا مرکل د مینه ناکې پالیسې په غبرګون کې ترسره کړی وو.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټونو په حواله، د آلمان د نارت راین ویسټ فیلیا ایالت یوې محکمې د کُلن پر ښاروالې هینریئټي ریکر باندې د قاتلانه حملې عامل، ۴۵ کلن فرانک ایس ته د څوارلس کاله حبس سزا واوروله.

فرانک ایس پر آلمانۍ سیاستوالې ریکر باندې د چاقو پر مټ برید، د تیرکال په اکتوبر میاشت کې هغه وخت کړی وو، چې ریکر د کُلن ښار د ښاروالۍ پُست لپاره په خپلو کمپاینونو بوخته وه. په دغه برید کې ریکر د څټ له ناحیه څخه کلکه ټپې شوې وه، خو هغه د دغې پيښې سره سره وتوانیده چې ګټونکي شي.

د جرم اعتراف او د سزا اوریدل

بریدکونکی یوازې د فرانک ایس(Frank S) په نوم پیژندل شوی دی. دغه کس آلماني ښې اړخې تُندلارې ډلې پورې تړاو لري کوم چې مهاجرو سره مخالفت لري، هغه پر دغې خبره اعتراف هم کړی دی.

قاضي باربارا هاولیز، د حکم د بیانولو پر وخت وویل: « پر مُلزمې وژونکی اقدام او هغې ته د سختو ټپونو د اړولو تورونه ثابت شوي دي». محکمه محکوم ته د عمرقید سزا اورولو غوښتونکې وه، د روان کال په اپریل میاشت کې کله چې د فرانک محکمه پيل شوه، هغه محکمې ته ویلي وو چې دی په نویمه لسیزه کې په بُن کې د ښې اړخې ډلې یو فعال غړی وو.

خو فرانک، هغه تورنه رد کړل چې ګواکی دی یو محافظه پاله قدرت ساتونکي یاغي او یو نوی نازي دی. فرانک ایس د محکمې دا ادعا هم رد کړي چې د میرمن هینریئټي ریکر د وژنې نیت لاره.د حملې انګیزه

فرانک ایس د محکمې پر مهال ویلي وو، چې پر ریکر باندې یې حمله د مهاجرو په باب د صدراعظمې انګیلا مرکل خواخوږۍ لرونکي پالیسې په غبرګون کې تر سره کړی کوم چې په ترڅ کې زیات شمیر مهاجر آلمان ته راغلل.

تیر کال کله چې د آلمان صدراعظمې لخوا د مهاجرو پر مخ د آلمان د ټولو ملکي سرحدونه د پرانیستو اعلان وشو، د آلمان خلکو لخوا هم د مهاجرو هرکلی وشو. له همدې امله پر میرمن ریکر باندې شوي حملې د آلمان خلکو ته ټکان ورکړ.

خو اوس داسې ویل کیږي، چې د یوه کال په موده کې آلمان ته د یو میلیون اوسل زره مهاجرو په راتلو او بیا په کُلن ښار کې د نوي کال جشن شپې پيښې رامنځ ته کیدل، مهاجرو سره د آلمانیانو په مینه او همدردي کې څه ناڅه تاثیرات پريښي دي.

ښارواله هینریئټه ریکر د کامپاين له پاره هغه ځای ته تللې وه چيري چي بريد پر وسو
ښارواله هینریئټه ریکر د کامپاين له پاره هغه ځای ته تللې وه چيري چي بريد پر وسوانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd