1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرو ته بايد تحصيلي بورسونه ورکول سي»

۱۳۹۵ دی ۲۳, پنجشنبه

په اروپا کي د UNHCR د څانګي مشر ويلي چي د ۶۰ او ۷۰ فيصدو تر منځ د پناه غوښتنې دوسيې لا ژر فيصله کېدلای سي. د هغه په وينا د دوسيو د ارزيابۍ د پروسې چټکول به د مهاجرو د لېږد پروسه هم چټکه کړي.

https://p.dw.com/p/2ViJ8
Vincent Cochetel UNHCR
انځور: UNHCR /S. Hopper

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان UNHCR د اروپا د څانګي رئيس وينسنت کوچېتل، د اروپا په پارلمان کي وينا واوروله. نوموړي په بروکسل کي پر ياد پارلمان ږغ وکړ چي د پناه غوښتنې د دوسيو د ارزونې د پروسې د چټک کولو له پاره دي اقدامات وکړي.

وينسنت کوچيتل وويل چي د پناه غوښتنو له دوسيو څخه د ۶۰ او ۷۰ فيصدو تر منځ داسي دي، چي د ژر پروسه کولو له پاره يې امکانات سته. هغه وويل چي که دغه دوسيې ژر پروسه او فيصله کړل سي نو نه یوازي به مهاجر ژر پناه تر لاسه کړلای سي بلکه د بېرته لېږدول سوو کسانو شمېر به هم زیات سي.

کوچيتل د بې سرپرسته کم سن مهاجرو سره د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو پر چلن سختي نيوکي وکړې. هغه وويل: «د ماشومانو سره بايد د ماشومانو له پاره وړ چلن وسي.»

نوموړي وويل چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه بايد يوه مشترکه تګلاره د دې له پاره جوړه کړي چي د بې سرپرسته کم سنو مهاجرو عمرونه معلوم کړل سي او د هغوی له پاره سرپرستان او مراقبت کوونکي وټاکل سي. د نوموړي په وينا د دې تر څنګ بايد د دغو ماشومانو مور او پلار وموندل سي او ورسره تماس ونيول سي.

د UNHCR د  اروپا د څانګي رئيس کوچيتل وويل چي ماشومان او کم سن ځوانان هغه وخت تر ټولو ښه روزنه ترلاسه کولای سي چي د خپل مور او پلار او کورنۍ سره يوځای وي. کوچيتل وويل چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه بايد د مهاجرو د کورنيو د سره يوځای کېدو ستونزي ته بايد د حل لاره پيدا کړي.

هغه وويل چي کډوال خپلو کورنيو ته د رسېدو له پاره هجرت کوي، په قانوني يا په غير قانوني توګه. د هغه په وينا د دغې ستونزي د هواري له پاره بايد قانوني لاري چاري برابري کړل سي.

کوچيتل غوښتنه وکړه چي و پناه غوښتونکو او کډوالو ته دي و اروپا ته د راتګ له پاره قانوني لاري او امکانات برابر کړل سي. نوموړي له اروپايي اتحاديې څخه د دباندي کډوالو د راتګ له پاره د امکاناتو او د مهاجرو له پاره د تحصيلي بورسونو غوښتنه وکړه. کوچيتل انتقاد وکړ چي يو شمېر اروپايي هيوادونه د مهاجرو په ادغام کي پانګونه نه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2016):