1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته د خوراکي توکو پرځای پر نغدي مرستو ټینګار

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

مرستندویه سازمانونه په دې آند دي چې مهاجرو ته د خوراکي موادو پر ځای نغدي مرستې ډیرې ګټورې دي، ځکه مهاجر کولای شي په نغدو پیسو د خپلې خوښې توکې راونیسي.

https://p.dw.com/p/1IokK
انځور: DW

مرستندویه سازمانونه وايي چې د خوراکي موادو پر ځای مهاجرو ته د نغدو پيسو ورکول د سیمیزو بازارونو په ګټه هم دي او ترڅنګ د مالي فساد له پاره ډیر کم امکانات پاتیږي.

د مهاجرو په برخه کې مرستندویه سازمانونه تل ټینګار کوي چې مهاجرو ته دې د موادو پر ځای نغدي مرستې وشي.

د دیاکوني په نوم کلیسايي سازمان مشره کورنیلیا فولکروگ وایتسِل، چې سازمان یې له ناورین ځپلو مهاجرو سره مرسته کوي وايي: «نړیوال مطالعات پر دې ټینګار کوي چې د انسانانو د اړتیاو کمولو له پاره تر ټولو غوره لاره د نغدو پیسو ورکول دي».

«نیمايي مرستي د نغدو پیسو د لیږد له طریقه»

د اټکلونو له مخې، په حاضر وخت کې په ټوله نړۍ کې شپږ سلنه پیسې ورکوونکي په همدې ډول خپلې مرستي ترسره کوي. میرمن وایتسِل زیاتوي چې هغه په دې آند ده چې: «تر ۲۰۳۰م کاله پوري به د بحراني او له ناورینونو سره مخ شویو سیمو له پاره لږ تر لږه نیمايي مرستې، د نغدو پیسو د لیږد له طریقه وي».

د نغدي مرستو د لیږد موضوع به د بشري مرستو په اړه په لومړي کنفرانس کې چې د روانۍ (می) میاشتي پر ۲۳ مه په استانبول کې جوړيږي ډېر مهم رول ولري.

مهاجرو ته د نغدي چکونو ویش

د آلمان د پراختیا وزارت هم په مشخصو حالاتو کې د نغدو پیسو ورکړه، د مرستو یوه مناسبه لاره ګڼې. دغه وزارت چې په اردن، ترکیه، عراق او لبنان کې له میشتو سوریایی مهاجرو سرپرستي کوي، د خوراک نړیوال سازمان له طریقه پریادو مهاجرو د ګوتهابنکارتين په نوم نغدي چیکونه ویشي، څو یې پرې خپل د اړتیا وړ خوراکي مواد رانیولي وي.

د آلمان د پراختیایي چارو وزارت د نړیوالو همکاریو له پاره د آلماني ټولنې (جي آی زید) ادارې په مرسته، د عراق په شمال کې د ۱۵ زره سوریايي او عراقي مهاجرو له پاره د کار موندنې په برخه کې یوه پروژه پيل کړې ده.

د دغې پروژې نوم «نغدې پیسې د کار موندنې پروګرامونه له پاره» دی. په دې پروژه کې هره ورځ مهاجر د یو ټاکل شوي مزد په بدل کې د فاضله اوبو له پاره د کانالونو په کیندنه بوخت وي.

د آلمان د پراختیايي چارو وزارت یو ویاند وویل: «دا چې موږ وکړای شو، مزد اولویتونو ته په کتو وویشو، مهاجرو ته به د دې امکان برابر کړو چې په بحراني حالاتو کې تر یوه حده په خپلواکه توګه کار وکړي».

کونډي او معیوبان تر مالي پوښښ لاندي نیول

پر دې سربیره په پام کې ده چې د جګړو له امله ۵۰۰۰ زره معیوبان او کونډي هم مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

د دیاکوني کلیسايي سازمان د ترکیې هیواد په دیاربکر او باتمان ښارونو کې پر مهاجرو نغدي کارتونه ویشي. دغه سازمان په یادو دوو ښارونو کې۳۰ زره سوریايي او ۶ زره د عراق ایزدي مهاجرو پالنه کوي چې په رسمي کمپونو کې ژوند نه کوي.

«ولي مرستي نغدي ونه ویشل شي؟»

د دیاکوني کلیسایي سازمان یو ویاند وویل چې اوس د کارپوهانو په ډله کې دا خبره چې «ولې باید نغدې پیسې ونه ویشو؟» ډیره کارول کیږي.

دیاکوني سازمان اوسمهال د کوچنيو پروژو په برخه کې خپلې ۱۴ اعشاره ۲ سلنه مرستي چې شاوخوا ۵۴ میلیونه یورو کیږي، نغدو پیسو ته جلا کړي دي.