1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته د مسلکي زده کړو او کار زمينه

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

د جرمني ۳۰ معتبرو شرکتونو د مهاجرو د ادغامیدو په لار کي ۲۷۰۰ د مسلکي زده کړو د اضافه ځایونو امکانات برابر کړي دي چي وروسته ورته د کارونو زمینه هم برابروي.

https://p.dw.com/p/1JIt8
انځور: DW/K. Salameh

دغه خبره نن دوشنبه (د ۲۰۱۶م کال، د جولای څلورمه نیټه) «فرانکفورتر الگماینه»ورځپاڼي لیکلې ده. ددغو ۲۷۰۰ مسلکي امکاناتو څخه تر اوسه پوري ۵۰۰ ځایونه ډک سوي اوجلب وجذب یې روان دی. خو شرکتونو د جون میاشتي تر پیل پوري یوازي ۵۴ مهاجرينو ته ثابت کارونه ورکړي دي.

د مسلکي زده کړو ځایونو ددغو امکاناتو برابرولو په سر کي «دویچه پست» (المان پستي شرکت) دی، چي شاوخوا۱۰۰۰ د مسلکي زده کړو ځایونه یې عرضه کړي او ۵۰ مهاجرينو ته یې کارونه ورکړي دي. تر هغه وروسته د ډکس اسهامي شرکت راځي چي۳۰۰ د مسلکي زده کړو ځایونو امکانات یې برابرکړي دي.

په تیرمني کي لا ډیرو شرکتونو هیله مندي درلوده چي وبه کولای سي مهاجرو ته کارونه ورکړي. د بینس موټر جوړولو شرکت رئيس «دیتر څیتشه» د تیرکال سپتمبر میاشتي په شروع کي «بیلډ» ورځپاڼي ته ویلی ول چي «د ده شرکت غواړي د مهاجرينو په کمپونو کي د کار قواوي پیداکړي او د موټر جوړولو په کارونو کي یې وگوماري. ځکه چي اکثره مهاجرین ځوانان، د مسلکي زده کړو درلودونکي او د کار کولو ښه روحیه لري.»

خو بیا د سږ عیسوي کال د جون میاشتي په پیل کي د جرمني د کار پیداکولو فدرالي ادارې په حواله۳۰۰۰۰۰ مهاجرين بیکاره وه چي دا د تیر کال په پرتله دوه برابره ډیردي. د دغي ادارې په خبره اوس هره میاشت د۱۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ پوري مهاجرين بیکاره ثبتیږي چي له کبله به یې په راتلونکي کال کې د کار پر بازار هم د مهاجرينو بحران معلوم او منفي اغېزه وکړي.

د کار بازار او مسلکي تحقیقاتو د انستیتوت ((IAB د اټکلونو پر اساس که څه هم اوس مهاجرين ۱۵۴۰۰۰ازاد کارونه لري، لکه د پاک کارۍ په شرکتونو کي د مرستندویانو په توگه او یا ترانسپورټ، لوژیستیکي او تعمیراتي کارونو کي.

ځکه نو دغه انستیوت همداڅه موده مخکي مهاجرينو ته د ژبي د کورسونو، مهارتونو او مسلکي زده کړو د امکاناتو برابرولو غوښتنه وکړه. انستیتوت ټینگار کوي چي «یوازي په دې ډول سره ددې امکانات رامنځته کیږي چي مهاجرين د کار په بازار کي ډیر جذب، ښه معاشونه ورته او د ښې راتلونکي زمینه ورته برابره سي.»