1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو د آلماني محکمو کار دوه چنده زيات کړی

۱۳۹۵ فروردین ۷, شنبه

د آلمان د اداري محکمو د قاضيانو صنفي اتحاديه وايي چي د مهاجرو د ګڼ شمېر له کبله يې کارونه زښت زيات سوي دي. دغه اتحاديه وايي چي د مهاجرو زياتو دوسيو محکمې تر فشار لاندي راوستلي دي.

https://p.dw.com/p/1IK6l
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

په آلمان کي د اداري محکمو د قاضيانو د صنفي اتحاديې له خوا ويل سوي چي د پناه غوښتونکو له کبله د قاضيانو او محکمو کارونه زښت زيات سوي دي. د يادي صنفي اتحاديې رئيس روبرت زيګميولر په برلين کي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په ۲۰۱۵ کال و محکمو ته د مخکني کال په پرتله تقريبا دوه چنده زياتي دوسيې راغلي دي. د هغه په وينا د دغو نوو دوسيو او د هغوی د شمېر د زياتېدو لامل په ۲۰۱۵ کال د مهاجرو د راتګ جګې شمېري دي.

زيګميولر زياته کړې ده: «موږ د روان کال په راتلونکې ربعه کي د دوسيو د شمېر د لا زياتېدو اټکل کوو.» نوموړي ويلي دي چي د آلمان په محکمو کي اوس د پناه غوښتونکو سره تړلي دوسيې دومره زياتي سوي چي د دمګړی د اداري چارو په محکمو کي د ټولو روانو دوسيو دريمه برخه همدغه د پناه غوښتني دوسيې دي.

د يادي صنفي اتحاديې رئيس ويلي دي چي د آلمان فدرالي ايالتونو د نوو قاضيانو په مؤظفه کولو سره د دوسيو د زياتېدو په وړاندي غبرګون ښودلی دی. د نوموړي په وينا له همدې کبله «دمګړی موږ اوس د دوسيو د شمېر سره په ښه توګه کار کولای سو.»

زيګميولر د آلمان ناردراين ويستفالن او بادن وريوتمبېرګ د آلمان د هغو ايالتونو څخه ياد کړي چي د نوو قاضيانو په مؤظفولو کي يې پر اړين وخت تر ټولو ښه اقدامات کړي دي. د هغه په وينا له همدې کبله اوس په محکمو کي د قضيو د څېړلو وخت او جريان د زغمل کېدو دی.

روبرت زيګميولر په آلمان کي د اداري محکمو د اوسنۍ وضعې په هکله ويلي دي چي لا تر اوسه څوک ويلای سي چي کارونه يې ګړندي دي. خو هغه زياته کړې: «د پناه غوښتنو د دوسيو هغه غونډۍ چي د آلمان د اړونده فدرالي ادارې له خوا يې د کارونو د ژر بشپړه کولو ژمنه سوې ده، لا تر اوسه موږ ته نه دي رسېدلي.»

کله چي پناه غوښتونکي په آلمان کي په لومړي ځل رد سي، نو هغوی کولای سي چي د اداري چارو په محکمه يا فروالتونګ ګېريشت کي د دغه ردېدنې په تړاو عريضه داخله کړي. يادي محکمې بيا له سره د پناه غوښتونکو دوسيه څېړي او ورباندي خپله فيصله اوروي. خو دغه محکمې د يو شمېر نورو اداري چارو سره تړلو قضيو له پاره هم وظيفه لري.