1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که دلته هرڅو کلونه تیر کړم، بیا به هم مهاجره یمه»

مهلم مايسوم / م.ق.ن.۱۳۹۵ شهریور ۱۳, شنبه

آلمان ته راغلې يوه مهاجره وايي چي که ۳۰ کاله په آلمان کي تېر کړي بيا به هم مهاجره وي. دغه يوازنی مهاجره نه ده چي دا فکر کوي بلکه په آلمان کي زيات مهاجر د مايوسۍ خبره کوي.

https://p.dw.com/p/1JvBh
Deutschland Integration und kulturelle Identität von Flüchtlingen
انځور: DW/I. Mellouk

یوه سوریايي مهاجره «سالي اباسید» وايي، چي په دې باور ده چي په آلمان کي به هميشه يوه مهاجره پاته وي او دغه حالت به تغير ونه کړي.

دا هغه خبري دي،چي «سالي اباسید» د برلین په یوه برقي موټر کي د تگ پر وخت وکړې. د دې سپین پوست او لنډو وریښتانو ته په کتو سره که څه هم د جرمنيانو سره یې لږ فرق کیږي،خو بیا هم دا احساس نه کوي، چي په ټولنه کي دي منل سوې وي.

د دمشق څخه راغلې دغه ۲۰ کلنه تر خپل راتگ لس میاشتي وروسته اوس په دې فکر کی ده، چي ایا بیرته سوریې ته ولاړه سي؟ دا په ډیر عصبانیت سره وايي، چي«دا ناممکنه خبر ده، چي په دغه هیواد کي تر اوسیدو لس میاشتي وروسته هم اقامت نلرمه.» دغه ډول نا اطمیناني د «سالي اباسید» له پاره منفي عواقب هم لري او څنگه چي دایمي اقامت نلري، نه پوهیږي چي د کوم ځای څخه خپل نوی ژوند پیل کړي.

اقامت ته انتظار

«سالي اباسید»په جرمني کي د خپل اقامت لمړنۍ شپې او ورځې د یو سپورټي جمنازیوم په یوه مؤقتي سرپناه کي تیري کړلې. بیا برلین ته راغله او د نورو درو تنو سره په گډه ورته یو اطاق ورکول سو. هلته یې هم د ارامۍ احساس نه کاوه، ډیره په تکليف وه او بیا د ملگرو سره یوه اپارتمان ته ولاړه. نتیجه دا سوه، چي دا تل خپل ځای بدل کړي.

د دغسو خرابو شرایط او نفس تنگۍ له وجهي ډیر داسي کسان چي د پناه غوښتنه یې حتی منل سوې هم وي، بیرته خپلو هيوادونو ته ځي. یوازي د ۲۰۱۶ م کال په لمړی نیمايي کي ۳۰۵۵۵ کسان بیرته خپلو هيوادونو او یا یو بل هیواد ته تللي دي.

که څه هم «سالي اباسید» په دمشق کي ډیري ستونزي نه درلودې، تحصیل یې پای ته رسولی، مور او پلار یې دواړه ډاکټران وه، خو وايي، چي زه «پدې خاطر دلته راغلې یمه ، چي په سوریه کي مي هیڅ راتلونکی نه درلود. ما غوښتل داسي یوه هیواد ته ولاړه سمه، چي ازادي پکښې وي او زه وکولای سم خپلو ارزوگانو ته ورسیږم. خو څنگه چي مایې فکر کړی ؤ، د هغه امکانات دلته نه وینمه.»

د دې تر څنگ به که «زه دلته په جرمني کي ۳۰ کاله هم تیر کړمه او یوه ورځ د پوهنتون د فراغت سند هم تر لاسه کړمه او حتی المانی پاسپورټ ولرمه، بیا به هم د یوې مهاجرې په سترگه راته کتل کیږي.»

«سالي اباسید» د جرمني د بیروکراسۍ څخه هم رنج وړي او وايي: «هر واري چي زه چارواکو ته ورځمه، راڅخه د ډیرو فورمو ډکیدل غواړي او بیاهم راته وايي، چي غلطي می ډکي کړي دي. بیا راته بل وخت راکوي او دا کار دوام پیدا کوي. دغه بیوروکراسي زماوخت راضایع کوي او زه د خپل ژوندانه د نوي پیل له پاره سم پلان نسم جوړولای.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2016):