1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرین دې اساسي قانون ته وفاداري اعلان کړي»

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان د مسيحي دموکراتانو د ځوانانو ټولنې، د مکلینبورگ فور پومیرن تر ناکامه ایالتي ټاکنو وروسته ویلي چې «موږ د کدوالو په سیاست کې روښانه الفاظو او وضاحت ته اړتیا لرو ترڅو داسې زیگنال ورکړو چي څو کلتوري ماډل نور زوړ دی».

https://p.dw.com/p/1JwQI
Deutschlandtag der Jungen Union - Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

د ځوانو مسيحي دموکراتانو ټولنې، له صدراعظمې انګلا ميرکل، څخه د مکلینبورگ فور پومیرن تر ناکامه ایالتي ټاکنو وروسته د عبرت اخیستلو غوښتنه کړې ده.

د مسيحي دموکراتانو دځوانانو ټولنې مشر پاول څیمیاک، د «راینشن پوست» آلمانۍ ورځپاڼې ته د سه شنبه په ورځ (د سپتمبر میاشتې شپږمه نیټه) وویل چي سربیره پر دې باید «مهاجرين اساسي قانون ته په تحریري ډول خپله وفاداري اعلان کړي».

څیمیاک په عین حال کي د «نورد راین ویستفالن ایالت» پر حکومت باندې د هغه د امنیتي سیاست له کبله نیوکه وکړه. هغه وویل: «سور- زرغون ایتلافي حکومت د ادغام په برخه کې د خپل زړه نا زړه او خراب سیاست له کبله د دغې سیمې د اتباعو له پاره د بې امنیتی او بې اطمیناني سبب گرزیدلی دی.»

هغه زیاته کړې ده چي له همدې کبله دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده چي ښي اړخې عوام پاله د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD په دغه سیمه کي د سوسيال ديموکراتانو د پلویانو رايي تر لاسه کوي.

د مکلینبورگ فور پومیرن د تیرې یکشنبې ورځي په ایالتي ټاکنو کي AfD څه نا څه شل سلنه رايې په لاس راوړې او دوهم ځای یې تر لاسه کړ. AfD وکړای سول چې د بهرنیانو پر ضد د شعارونو له کبله دغه بریالیتوب تر لاسه کړي.