1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرین د ايټاليا د ميلان ښار کوڅې پاکوي

۱۳۹۶ آذر ۲۳, پنجشنبه

د ايټاليا د ميلان ښار د کوڅو د پاکولو له پاره د ځايي ښاروالۍ له خوا مؤظفي سوي د مهاجرو لومړۍ ډلې خپل کار پېل کړی دی. د پاکۍ دغه کار د دې ښار د مرکزي اورګاډو د تم ځاي څخه پېل کړل سو.

https://p.dw.com/p/2pMqH
Griechenland pakistanische Migranten Leben in Flüchtlingscamps in Athen
انځور: Iftikhar Ali

د مهاجرو په تړاو د خبرونو وېبپاڼي انفو مايګرنټ په خپل يو راپور کي ليکلي چي د «ښکلی ميلان» په نوم يوه پروژه د اېټاليې په ميلان ښار کي پېل کړل سوې ده. په راپور کي راغلي چي دغه پروژه د بې روزګارو مهاجرو او د هغو بې روزګارو بهرنيانو له پاره د روزګار برابرولو په مقصد جوړه سوې ده، چي د ايټالوي تابعيت ترلاسه کولو له پاره يې غوښتنليک لېږلی دی.

د ياد مقصد له پاره جوړو کړل سوو لومړيو څلورو کاري ډلو د ميلان ښار د اورګاډو د مرکزي تمځي په پاکولو د دغې پروژې پېل وکړ.

په هره کاري ډله کي دوه مهاجر، يو بې روزګار کس او د يوې کاري کمپنۍ يو سرکارګر شامل دي. دغه کسان په اونۍ کي شپږ ورځي د ميلان ښار کوڅې، سړکونه او څلور لاري پاکوي او يو د بل سره په تماس کي پاته کيږي.

په پام کي نيول سوې چي د دغو کاري ډلو شمېر و ۲۰ ته زيات کړل سي. په دې ترڅ کي د ميلان د ښار څخه د ډيرانونو او فاضله توکه د پاکولو د يوې کمپنۍ سره همکاري کيږي. په پام کي ده چي دغه کاري ډلې به د ميلان په ښار کي د سړکونو او کوڅو تر څنګ د پارکونو او هغو ځايونو پاکي هم کوي چيري چي بي کوره خلک خپل ډيران لري. د دغو کاري ډلو په وظايفو کي به د کاغذونو او د ريسايکل وړ نورو موادو راټولول هم وي.

ايټاليې ته د رسېدونکو پناه غوښتونکو د عزت نفس د ساتنې له پاره بېلابېلې کاري پروژې په ۲۰۱۶ کال کي پېل کړل سوي وې. په دې ترڅ کي د چاپيريال ساتنې له پاره د کار کوونکي يو سازمان د «راځئ نړۍ پاکه کړو» په پروژه کي پنځه سوو مهاجرو ګډون کړی ؤ.

د مهاجرو له لوري په رضاکارانه کارونو کي د ونډې اخيستنې دا دويم کال دی. د اړونده ښار ښاروالي دغو کسانو ته يو ډول جوازونه هم ورکوي. د ميلان ښار يو چارواکي ويلي چي دا يوه ښکلې پروژه ده چي پکښي د عامو وګړو تر څنګ مهاجرهم په رضاکارانه توګه برخه اخلي.

په دې هکله یو انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: