1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر به د آلمان په گټه وي که تاوان؟

۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

په آلمان کي اوس اقتصاد پوهان پر دې باندي بحثونه کوي، چي دغه هيواد ته ارغلي مهاجر به په راتلونکې کي د دغه هيواد په گټه وي که تاوان؟ آيا هغوی به په ټولنه کي مدغم سي او کارونه به وکړي؟

https://p.dw.com/p/1Hfwb
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته نژدې يونيم ميليون مهاجر راغلي دي. دا چي هغوی به څومره د دغه هيواد په گټه تمام سي اقتصاد پوهان يې په اړه په یوه نظر نه دي. په جرمني کي د اقتصاد پوهانو په یوه گردي مېز خپروني کي د بحث پرمهال ډېر ژر روښانه سوه چي دوی د مهاجرو په اړه په يوه نظر نه دي. په ځانگړې توگه د ارقامو او اعدادو په برخه کي.

د اروپا د اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت غړی کلېمینت فویست وويل: «موږ حتی نه پوهیږو، چي دغه خلک مسلکي زده کړي لري که څنگه؟ د هغوی شمیرڅومره دی؟ » خو هغه څه چي روښانه ده، هغه دا ده چي باید د دغو کسانو پالنه وسي.

د اقتصادي معلوماتو انستیتوت غړی هانس وېرنر زین، وويل چي د دغو کسانو کلني مصارف له ۱۲ تر ۲۰ ميلیارډو ډالرو پوري رسیږي. خو د اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت استازی مارسېل فراتچر، په نظر بیا دغه بار آلمان پورته کولای سي: «موږ د پخوا په پرتله یو فوق العاده ښه اقتصادي حالت لرو. ځکه نو د دغو مصارفو پوره کول د لنډ وخت له پاره سخته خبره نده.»

بې حده ډیري ستونزي

مارسېل فراتچر زياتوي، چي په اوږده وخت کي به هم د هغوی عواقب هم ښه وي. دا په دې معنی چي هرڅونه چي موږ نن د هغوی د مسلکي کیدو او ادغامیدو له پاره مصرف کړو، په هغه اندازه دغه انسانان د کار بازار ته داخلیږي او په اوږده موده کي ډیره گټه ځني اخیستل کیدلای سي. پردې سربیره دهغه په خبره څوک چي کار پیدا کوي، د شرکت له پاره هم گټه رسوي، ځکه چي هغوی یې تولیدات ورډیروي او په عین حال کي په ټولنه کي د خرید قوه لوړیږي.

خو د دې له پاره باید دغه خلگ لومړی الماني ژبه زده کړي او کارونه پیدا کړي. د اقتصادي معلوماتو انستیتوت غړی زین، بیا ډیر بدبینه دی. د هغه له پاره کډوال په هر ډول یوه ستره ستونزه ده. دی وايي، د مثال په ډول «په سوریه کي یو څوک پر ۱۵ کلنۍ مکتب خلاصوي. نو دا کسان خو نه سمه ضرب ضرباني کولای سي او نه هم جذر او تقسیم. دغه ډول فارغان نسی کولای مسلکي زده کړي هم وکړي او اوس باید له سره بیا ښوونځيو ته ولاړ سي.»

د کیل پوهنتون د نړۍوال اقتصاد انستیتوت غړی ډینس سنوور، په دې نظر دی چي «د مدغمیدو مصارف په اجتماعي ادغام پوري اړه لري. مهمه داده چي په ټولنه کي اعتماد رامنځته سي. که موږ مهاجرينو ته د پرديو په سترگه وگورو، نو مو هر څه بایللي دي. مهاجرين او آلمانان باید یوه ټولنه سي.»

د دغه تلویزوني گردي مېز په پای کي د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل، هم راښکاره سو، چي که څه هم بحثو ته یې سیاسي بڼه ورکړه، خو بیا یې هم ډاډ ورکړ چي هرڅه نه یوازي د مهاجرو له پاره کیږي، بلکي د آلمانانو له پاره به هم دولت نوي کورونه او وړکتونونه جوړ او نوي ښوونکي او پولیس به وگوماري.»