1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر دې له یونان څخه المان ته انتقال شي»

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

په حکومت کې د بشري حقونو استازي بِربِل کُفلر، د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې د هغو مهاجرو د منلو شمیر زیات کړي چې اوس په یونان کې دي.

https://p.dw.com/p/1K1sd
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

د آلمان په حکومت کې د بشري حقونو استازي بِربِل کُفلَر، د «دي ولټ» المانۍ ورځپاڼې(د چهارشنبې ورځې ګڼې) سره په مرکه کې وویل: «له مهاجرو سره د دوی د کورنۍ غړو د یوځای کیدو بهیر باید چټک شي».

نوموړي غوښتنه وکړه چې د هغو مهاجرو د کورنۍ غړي چې په آلمان او د اروپایې اتحاديې په نورو غړو هیوادونو کې ژوند تیروي، باید وکولای شي په بیړه موږ ته راشي». په دې توګه هم له مهاجرو سره مرسته کیږي او هم د يونان د چارواکو له اوږو بوج سپکیږي.

کفلر په دې مرکه کې وویل چې د روان کال په مارچ میاشت کې له ترکيې سره د تړون عملي کیدو له پیل راهيسې ۱۳زره مهاجر یونان ته راغلي دي: «موږ باید له نورو اروپایې هیوادونو سره په ګډه د دوی یوه برخه هم ومنو.»

نوموړي د هغو مهاجرو شمیر ډیر لږ وباله چې ترکيې اورپا ته استولي دي. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال زیاته کړه چې په ترکيه کې د تر دوو میلیونو ډیرو سوریايې او نورو مهاجرو شمیر په پام کې نیولو سره د دوی ډیر لږ شمیر اروپا ته رسیږي. دا د منلو وړ نه ده او اورپایې اتحادیه باید په انقره کې پر دې موضوع انتقاد وکړي.

کفلر همدارنګه په دې مرکه کې ویلي دي: ټاکل شوی وه چې اروپایې اتحادیه به له ترکيې څخه ۷۲ زره مهاجر ومني: «دا هم ډیر لږ شمېر دی....موږ اروپایان باید لږ ځان وخوځوو، حتی که د اروپایې اتحادیې ډیر غړي هیوادونه نه غواړي چې هیڅ مهاجر هم ومني.»

د بشري حقونو دغه استازي له ترکيې سره د مهاجرو تړون پر بهیر نیوکه وکړه او وې ویل: «له ترکیې سره د اروپایې اتحاديې تړون تر اوسه پورې په هغه شکل چې پرې موافقه شوې وه، نه عملي کیږي... د پناه غوښتونکي په توګه په ترکیه کې د غیر سوریايې مهاجرو قبلیدل په عمل کې ناممکنه بریښي. دا د منلو وړ نه ده.»

اروپا ته مهاجرت