1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر د آلمان په نفوس کي د زياتوالي سبب شوي»

۱۳۹۵ بهمن ۹, شنبه

په ۲۰۱۶ کال په آلمان کي د وګړو شمېر شپږ لکه زيات او په دې توګه د دغه هيواد په تاریخ کې په لوموړي ځل ټول نفوس و ۸۲.۸ میلیون وګړو جګ شو. د دغه ډیروالي اصلي لامل و آلمان ته د مهاجرینو زيات راتګ بلل شوی.

https://p.dw.com/p/2WYrC
Deutschland Kindergarten in Hanau
انځور: Reuters

د جمعې په ورځ د آلمان د احصايي مرکزي ادارې وویل چې له دې مخکې په ۲۰۰۲م کال کې د آلمان د وګړو شمیر ۸۲.۵ میلیونو کسانو ته رسیدلی وو خو په تیر کال د نفوسو شمیر تر ټولو ډیرې کچې ته ورسید. د دغې ادارې په حواله په آلمان کې د تیر کال په ترڅ کې د نوو زیږیدلو ماشومانو شمیر ۱۵۰ زره او بل لوري ته د مرګ شمیر بیا یو لک او ۹۰ زره وو. د دې ادارې په حواله د زیات شمیر مهاجرینو په راتګ سره په عمومي ډول د نفوس زیاتوالی یوه مثبته خبره ده.

د رویټرز خبري آژانس په حواله له منځني ختیځ، افریقا او نورو سیمو څخه د جنګ او بې وزلۍ له امله ګڼ شمیر مهاجرین آلمان ته راغلي دي. د سیاسي پناه غوښتني نسبتاً لږ سخت قوانین او د ټولنیز ژوند غوره سیستم، دې هیواد ته د مهاجرینو د راتګ له دلیلونو څخه دي.

په داسې حالاتو کې چې د اروپايي ټولنې سیمه د قرضونو د بحران ښکار ده، د یونان او هسپانیا په ګډون د نورو اروپايي هیوادونو څخه هم مهاجرین غواړي آلمان ته ولاړ شي.

د آلمان د احصايي ادارې د وګړو په شمیر کې هغه کسان هم شامل کړي دي چې په دې هیواد کې د مهاجرینو په مرکزونو کې ثبت شوي دي. په آلمان کې سیاسي پناه غوښتونکي لومړی د پناه غوښتونکو په کمپونو کې ساتل کیږي او بیا وروسته ثبت کیږي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله د آلمان د اقتصادي قوت لړۍ د ۲۰۱۰م کال راهیسې پیل شوې. په داسې حال کې چې ځیني حکومتونه  داسې تشویقي پروګرامونه هم عملي کوي ترڅو د زیږیدنې شمیرې یې لوړې شي. تراوسه هم په آلمان کې د نویو زیږدونکو ماشومانو په پرتله د مرګ شمیر کم دی.

آلمان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې د مهاجرینو له پاره کابو ۲۸ اعشاریه اوه میلیارده یورو بودیجه ځانګړې کړې، ترڅو وکولای شي د مهاجرینو د استوګنې او د ټولنیز ادغام په هکله کار وشي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):