1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر ماشومانو ته رواني ناروغۍ په ميراث پاتيږي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

ارواپوهه ماريانه لويڅينګر بوهلېبر وايي چي د پناه غوښتونکو ماشومان له خپل مور او پلار څخه د هغوی رواني ستونزي په ميراث اخلي.

https://p.dw.com/p/1I5r9
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert

زياتره هغه انسان چي د خپل کور او کلي پرېښودو ته اړ کيږي، تر هجرت مخکي او د هجرت پر وخت د ډيرو سختو حالاتو سره مخامخ کيږي. په دغو کي زيات انسانان داسي هم وي چي هغوی په رواني توګه ژوبل سوي وي. دا هغه ژوبله ده چي په سترګو نه معلوميږي خو دغه انسانان ورڅخه کړيږي.

د آلمان په فرانکفورت کي اوسېدونکې د ارواپوهه ماريانه لويڅينګر بوهلېبر د مهاجرو د رواني زهېرېدني په تړاو نوي څرګندونې کړي دي. د سيګمونډ فرويډ انستيتيوت رئيسه وايي چي هغه مهاجر چي په رواني توګه کړېدلي وي، د هغوی اولادونه د دغو کړاونو رواني پايلي په ميراث اخلي.

لويڅينګر بوهلېبر وايي چي زيات پناه غوښتونکي د ډيرو لويو او توندو احساساتو تجربه لري چي پکښي د بې واکۍ او د بې يار او مددګارۍ احساس درلودل هم شامل دي.

نه اعتبار لرل

لويڅينګر بوهلېبر له پروتستانت خبري آژانس سره په خبرو کي زياته کړې ده چي د مهاجرو ترخې تجربې د دې سبب کيږي، چي د هغوی ځيني خپل اعتبار او اعتماد له لاسه ورکوي او د لويو رواني کړاونو سره مخامخ کيږي.

دغې ارواپوهي ويلي دي چي انستيتيوت يې له ۲۰۰۳م کال راهيسي آلمان ته د راغلو کورنيو په تړاو څېړني او پلټني کړي دي. د هغې په وينا دغو پلټنو ښودلې چي حتی هغه ماشومان چي په خپله يې د هجرت څخه مخکي او د هجرت د وخت کړاونه نه دي ليدلي، خو د خپل مور او پلار د هجرت د شاليد له کبله په هغوی کي د روانې کړاونو څرک موندل سوی دی.

د دغې کارپوهې په وينا د دې لامل دا دی، چي د يادو کړاونو تجربو او يادونو د مور او پلار څخه و ماشومانو ته سرايت کړی دی.

د ياد انستيتيوت د پلټنو له مخي په داسي حال کي چي د عادي او ځايي خلکو په ماشومانو کي صرف پنځه سلنه د «غېر منظمو اړيکو» د شخصيت نښی ښيي، د پناه غوښتونکو په ماشومانو کي تقريبا ۳۳ سلنه دغه نخښي ليدل کيږي.

وزګارتيا د رواني ستونزو سبب کيدای سي

لويڅينګر بوهلېبر، ويلي دي، کله چي مهاجرو ته د ځان مصروفولو او کار زمينه برابره نه وي او هغوی وزګار وخت تېروي، نو بيا نه سي کولای چي په آساني سره هغه تيري ترخې پيښي له ذهن څخه وباسي. دغه کارپوهه غوښتنه کوي چي بايد د پناه غوښتونکو له پاره د هغوی د راتلو سره سم ژر تر ژره مصروفيتونه ولټول سي.

لويڅينګر بوهلېبر په داسي حال کي دا څرګندونې کړي چي د آلمان په فرانکفورټ کي د مارچ د ۴مي څخه تر ۶مې نېټي پوري د ارواپوهانو يوه غونډه جوړيږي.

په دغه غونډه کي به د نړۍ له ځينو هيوادونو څخه تقريبا ۲۵۰ کارپوهان ونډه واخلي او د مهاجرو د رواني ستونزو پر موضوع به خپلي نوي څېړني او پايلي معرفي کړي.