1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر په آلمان کې د زغم او مذهبي آزادۍ ستاینه کوي

آژانسونه/ش.ن۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبه

د یوې نوي څېړني پایلې ښيي چې مهاجر، د قانون حاکمیت، انساني کرامت ته درناوی او د مذهب آزادۍ ته له آلمان سره ارتباط ورکوي. دوی د ښځو او نارینه وو د مساوي حقونو ملاتړ، خو په آلمان کې د ښځو د ژوند پر طرز انتقاد کوي.

https://p.dw.com/p/1JAkI
Moscheegemeinden engagieren sich für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

په دغه څېړنه کې چې پایلې یې د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۱) خپرې شوي دي د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (Bamf) په گډون څلورو بنسټونو برخه اخیستې وه.

د دغې څېړنې او نظر پوښتنې په ترڅ کې ۱۲۳ تنه مهاجر پوښتل شوي او ور سره مرکې شوي دي. نږدې ټولو پوښتل شوو کسانو(مهاجرو) په آلمان کې د«زغم او مذهبي آزادۍ» ستاینه کړې ده.

په دغه څېړنه کې پرته د بالکان هیوادو له مهاجرو، د ۱۳ مختلفو هیوادونو څخه برخه اخیستونکو مهاجرو په خپلو هیوادونو کې شخصاً دوی ته د جگړو، زور زیاتیو او تعقیب له امله ورپيښو گواښونو په هکله کیسې کړي دي.

د دغې څېړني پر بنسټ کډوال په آلمان کې د مختلفو مذهبونو او دینونو د پيروانانو گډ ژوند ته او دا چې دلته مذهب او عقیده پخپله په شخص پورې اړه لري یا یو شخصي شی دی د قدر په سترگه گوري.

د نارینه او ښځو د برابرو حقونو په ارتباط، که څه هم د دغي څېړنې نارینه گډون کوونکي اصولاً د ښځو او نارینه و د مساوي حقونو ملاتړ کړي، خو په المان کې د ښځو د ژوند طرز او طریقې ته د انتقاد په سترگه گوري.

د دغي څېړنې د رپوټ پر بنسټ په دغو مهاجرو کې د «کورنۍ عنعنوي ارزښتونو» نظر چې له مخي یې نارینه باید د کور نفقه راوړونکی اوسي او د یو محافظ رول ولري ډیر زیات پراخ دی.

د هغو مهاجرو سره چې مرکې شوې دي په ټولو کې د کار کولو انگیزه ډیره لوړه او غوښتل یې چې کار وکړي. همدارنگه دوی د زده کړي فرصتونو او آلماني ژبې کورسونو ترلاسه کولو ته ډیر لیواله ول.

همدارنگه دوی د اړونده بنسټونو له خوا د دوی د تحصیلي اسنادو په رسمیت پیژندني په برخه کې د خنډونو یادونه کوله.

په دغه څېړنه کې د مهاجرت څېړنیز مرکزـ ادغام او د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې Bamf سربیره د کاربازار او مسلکي څېړنو انستیتوت، او د آلمان د اقتصاد له څېړنیزې موسیسې څخه ټولنیز اقتصادي پنل برخه اخیستې وه.