1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر په اروپا کي څرنګه وېشل کيږي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

اروپايي اتحاديه د مهاجرت د بحران په ترڅ کي د غړو هيوادونو پر همکارۍ حساب کوي. د ۲۰۱۷م تر سپتمبر مياشتي پوري بايد ۱۶۰ زره مهاجر پر غړو هيوادونو ووېشل سي.

https://p.dw.com/p/2ckhj
München Ankunft der Flüchtlinge im Herbst 2015
انځور: Getty Images/P. Guelland

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ داسي هيوادونه سته چي د خپل نفوس په تناسب يې تر نورو غړو هيوادونو زيات مهاجر منلي دي. خو داسي غړي هيوادونه هم سته چي د مهاجرو منلو ته زړه نه ښه کوي.

اروپايي اتحاديې د مهاجرت د بحران په ترڅ کي پر خپلو غړو هيوادونو د ګډي همکارۍ حساب کوي. همدا لامل ؤ چي پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش فورمول جوړ کړل سو.

د ياد فورمول له مخي بايد د روان مېلادي کال تر سپتمبر مياشتي پوري ۱۶۰ مهاجر پر غړو هيوادونو وويشل سي. د ويش پر دغه فورمول د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر مياشت کي د دغي ټولني د کورنيو چارو وزيرانو په غونډه کي تفاهم او رايه اچونه سوې وه. و هر غړي هيواد ته د مهاجرو د منلو د سهميې د ټاکنې پر ضد څلورو غړو هيوادونو خپلي رايي ورکړي وې چي هغه سلواکيا، هنګري، چيک جمهوريت او رومانيا دي.

د فورمول له مخي د مهاجرو د ويش پريکړه د هغو مهاجرو په تړاو سوې وه چي د سمندر له لاري يونان او اېټاليا ته راغلي وي. د دغو مهاجرو شمېر دمګړی تر ۹۸ زرو زيات دی.

د برخي په تړاو د پرېکړي په ړنا کي د ۲۰۱۶م کال د سپتمبر پر ۲۹مه نېټه له ترکيې سره يو تړون وسو. تر دغه تړون وروسته پرېکړه وسوه چي د يونان او اېټاليا تر څنګ به ۵۴ زره نور هغه سوريايي مهاجر له ترکيې څخه د قانوني مهاجرو په توګه منل کيږي چي په ترکيه کي دي. د پاتو ۷۷۵۰ مهاجرو په تړاو لا بايد پرېکړه وسي چي له کومو ځايونو څخه به منل کيږي.

د ۲۰۱۷ کال د می پر ۵مه نېټه د خپرو سوو شمېرو له مخي د پلان سوو ۱۶۰ زرو مهاجرو د ويش په برخه کي يوازي ۱۱،۳ سلنه مهاجر پر غړو هيوادونو وېشل سوي دي. په دې ترڅ کي آلمان تر اوسه له ۱۸۱۱۹ مهاجرو څخه ۴۲۴۴ منلي او ژمنه يې کړې ده چي ۸۲۵۰ نور مهاجر به هم ومني. د ياد فورمول له مخي آلمان بايد تقريبا ۲۳۳۰۰ نور مهاجر هم ومني.

هنګري د اروپايي اتحاديې هغه غړی هيواد دی چي د ياد فورمول له مخي يې يو مهاجر لا هم نه دی منلی. حال دا چي د دغه فورمول له مخي بايد ۱۳۰۰ مهاجر ومني.

سلواکيا ۱۶ مهاجر منلي او د ۴۰ نورو مهاجرو د منلو ژمنه يې کړې ده. د فورمول له مخي دغه هيواد بايد تقريبا ۹۰۰ نور مهاجر ومني.