1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«مهاجر په قصدي ډول په اوبو لاهو کړی شوي»

۱۳۹۶ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د یمن په سواحلو کې انساني قاچاق وړونکو ۱۲۰ مهاجر چې په کښتۍ کې سپاره ول دې ته اړ کړي چې ځانونه اوبو ته وغورځوي. له دغې ډلې ۲۹ تنه په اوبو کې غرق شوي. «آی او ام» د قاچاق وړونکو دغه عمل «ټکان ورکوونکی او غیر انساني بللی.»

https://p.dw.com/p/2hzAT
Jemen Ansicht von Al Mukalla
انځور: Imago

د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) ویلي دي چې انساني قاچاق وړونکو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷کال د اګست ۹مه نېټه) ۱۲۰ تنو ته چې په سمندرګي کې یې سفر کاوه ویلي دي چې اوبو ته ځانونه وغورځوي، څو په خپله و نه نیول شي.

ویل شوي دي چې د دغه نړیوال بنسټ کارکوونکو د څو تنو جسدونه چې زیاتره یې ځوانان او څلور تنه پکښې ماشومان هم ول موندلي دي. د ۲۲ تنو هیڅ درک لا نه دی معلوم.

یو مهاجر چې د مرسته کوونکو له لوري ژغول شوی دی ویلي دي چې انساني قاچاق وړونکو د ساحلي ګارد تر لیدلو وروسته په کښتۍ کې سپاره مهاجر دې ته اړ کړل چې ځانونه اوبو ته وغورځوي. دغه مهاجر د سومالیا او ایتوپیا هیوادونو سره تړاو درلود.

دغه مهاجر په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې انساني قاچاق وړونکو تر دې کار وروسته بیرته د سوماليې لار ونیوله، څو د همدې لارې نور مهاجر یمن ته ورسوي.

په یمن کې د آی او ام، د دفتر مشر لوران ده بوک، دغه کار د «ټکان ورکوونکي او غیر انساناني» عمل په توګه عنوان کړی دی. د رپوټونو له مخې په کښتۍ کې سفر کوونکي زیاتره تنکي ځوانان ول.

په سومالیا کې روان کړکیچ او وچکالۍ ډیر شمیر سومالیايي وګړي له خپلو ټاټوبو بې ځایه کړي دي. په ایتوپیا کې په لسګونو زره کسان له لسو میاشتو راهیسې د ښه ژوند موندلو په موخه خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. په دغه هیواد کې له لسو میاشتو راهیسې د حکومت ضد احتجاجونو د ځپلو له پاره بیړنی وضعیت لګول شوی دی.

د آی او ام د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د سومالیا او ایتوپیا څخه ۵۵۰۰۰ کسانو چې زیاتره یې لا اتلس کلنۍ ته نه دي رسیدلي یمن ته تللي دي. دغه کسان د یمن له لارې د منځني ختیځ د تیلو شتمنو هیوادونو کې د ښو شرایطو د موندلو په لټه کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه سفر په ترڅ کې مهاجر د وسله والو انساني قاچاق وړونکو د ډلو له لوري له ناوړه چلن سره مخامخ کیږي.

یمن چې په خپله له یوې کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی د دغو غیر قانوني مهاجرو له پاره په یوه مهم مسیر اوښتی دی.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: