مهاما د گانا د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي دي
۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبهاعلان
د گانا ولسمشر جان ډراماني مهاما John Dramani Mahama یو ځل بیا پر خپله چوکۍ باندي پاته شوی دی. د دغه هیواد د ټاکنو د کمیسیون د وینا له مخې د ملي ديموکراتانو کنگرې مشر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۵۰،۷ سلنه رایې گټلي دي او په دې ترتیب سره یې د رایو اکثریت خپل کړی دی. د هغه سیال نانا اکوفو آدو، په دغه ټاکنو کې ۴۷،۷ سلنه رایې گټلي دي. مهاما د روان کال د جولای په میاشت کې د پخواني ولسمشر جون اتا میلز John Atta Mills تر وژل کیدو وروسته د هغه ځای ناستی شو.