مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
فرانسې د اسلامی دولت-ISډلي سره د جنگ اعلا کړی دی
د پاریس تر سختو حملو وروسته فرانسه ځان د اسلامی دولت-ISډلي سره په جنگ کي بولي. جمهوررييس فرانسوااولاند ددغي تندلاري ډلي سره په خارج او داخل کي د بېرحمانه جنگ اعلان وکړ. صدراعظم مانوییل والس ویلي دي ، چي فرانسه به په سوریه کي د اسلامی دولت-ISډلي پر ضد خپلو هوايي بمباریو ته دوام ورکړي. دغي ډلي د پاریس حملو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی ، په کومو کي چي ۱۲۹ انسانان ووژل سول او ۳۵۲ نور ټپیان سول.
د پاریس د ترهگري حملو په ارتباط د بلجیم پولیسو درې کسان نیولي دي
د پاریس د ترهگري حملو په ارتباط چي پکښي ۱۲۹ انسانان ووژل سول، د بلجیم پولیسو درې کسان بندیان کړي دي. د بلجیم د عدلیې وزیر کوین گېنس په یوه انټرنیټي پیغام کي خبرورکړی دی ،چي دغه نیوني د پاریس په حملو کي د یوه بلجیمي لمبر پلېټ لرونکي موټر په ارتباط تر سره سوي دي . عیني شاهدانو دغه موټر د« بتاکلا » کنسرټ د سالون سره نژدې لیدلی ؤ، چیري چي وسله والو کسانو د جمعې د ورځي په ماښام ۸۹ کسان وویشتل.
د پاریس دحملویو کس سوریایي مهاجر دی
د یوه وزیر په حواله د پاریس په یوه حمله کي پیدا سوي پاسپورټ څخه معلومیږي ، چي دغه کس د یونان له لاري راغلی یوه مهاجر ؤ. د ملکي امنیت وزیر نیکوس توسکاس په آتن کي ویلي دی ، چي دغه سړی د اکتوبر پر دریمه د یونان د لیروس جزیرې له لاري اروپايي ټولني ته ورداخل سوی دی. د فرانسې پولیسو څخه ویل سوي دي ، چي دغه پاسپورټ د « بتاکلا » کنسرټ د بریدکونکو د یوه جسد سره پیدا سوی دی.
پنتاگون: په هوايی بمباریو کي د لیبیا د اسلامی دولت-ISډلي مشر وژل سوی دی
د امريکا متحده ايالاتو دهغوی دمعلوماتو پراساس د لیبیا د اسلامی دولت-ISډلي مشر ابو نبیل په یوه هوايی حمله کي وژلی دی. د امريکادفاع وزارت ویاند پیترکوک د پرون ورځی دغه عملیات تایید کړي او په عین حال کي یې ټينگارکړی دی ، چي هغه د پاریس تر حملو دمخه پلان سوي وه. د «واشنگټن پوست» په حواله ابو نبیل پخوا یو عراقی پولیس ؤ او ډیر وخت د القاعده د شبکې سره ؤ.
د سوریې کنفرانس گډون کونکي پریوه نوي پیل باندي یو سوي دي
د سوریې کنفرانس گډون کونکي ددغه جنگ ځپلي هیواد له پاره د یوه سیاسي نوي پیل پر چوکاټ باندي سره یو سوي دي. د جرمني دباندنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر په ویاناکي وویل، چي همداسږکال به لا د اپوزیسون او سوریې حکومت استازي سره وویني. یو مؤقتي حکومت به په شپږو میاشتو کي جوړیږي او انتخابات به په ۱۸ میاشتو کي دایریږي.
د ترکیې په اناتولیه کي نن یکشنبه د G20 سرمشریزه جوړیږي
دغه سرمشریزه چي تر دوشنبه غرمې پوري دوام کوي ، د پاریس ترهگري حملو تر اغیزي لاندي دایریږي. د فرانسې جمهوررييس فرانسوااولاند دغي سرمشریزي ته نه ورځی اوخپل نماینده ورلیږي. د مشورو په اجنډا کي په اول سر کي د مهاجرینو د بحران موضوع شامله وه ، د کوم څخه چي ترکیه هم ډیره متأثره ده. خو جمهوررييس رجب طیب اردوان د غړو هيوادو څخه وغوښتل ، چی د ترهگرۍ سره مبارزې ته تر ټولو ډیر لمړیتوب ورکړي.