مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
جرمني د سوريې قربانیانو ته ۲،۳ ميلیارده یورو ورکوي
جرمني په راتلونکو درو کلونو کي د سوريې دداخلي جنگ د مهاجرو له پاره نړیوالو خیریه سازمانو ته ۲،۳ ملیارډه یورو تادیه کوي. صدراعظمې انګيلا ميرکل په لندن کي د سوريې د پیسه ورکونکو هیوادونو د کنفرانس پر مهال وویل ، چی ددغی پیسو څخه به ۱،۱ ملیارډه یورو سږکال لا حواله سي. بریتانیا او ناروې په گډه سره تر ۲۰۲۰ م کال پوري د ۲،۶ ملیارډو یورو د ورکولو وعده کړې ده.
د پناه غوښتونکو د بیرته لیږلو پر سر توافق
د جرمني حکومت د رسنیو په حواله د مغرب هیوادونو الجزایر، مراکش او تونس د پناه غوښتونکو د بیرته لیږلو پر سر اساسأ یو توافق ته رسیدلی دی. ددې په مقابل کي جرمني ددغو هيوادو د پناه غوښتونکو د بیرته لیږلو دپاره د یوه پراخ پروگرام پر عملي کولو باندي مکلف سوی دی اوددغو هیوادو دپناهندگانو له پاره په کار پیداکولو او تعلیمي پروژو کي د ملیونو یورو کومک کوي.
په جرمني کي ستر عمليات
په سلونو پولیسو د جرمني په څو ایالتونو کي د لویو عملیاتو په جریان کی د شکمنو اسلام پالو کورونه او شرکتونه پلټلي دي. دا خبر ددغه هیواد لويي څارنوالی او پولیسو ورکړی دی. پر څلورو کسانو باندي شک موجود دی ، چي «په جرمني کی دممکنه حملو په پلانولو کي لاس لري او د ترهگري شبکې، اسلامی دولت» ډلي سره تماس لري». ددغو کسانو له جملې څخه دوه کسه نیول سوي دي.
په فرانسه کي پراضطراري حالت باندي انتقاد
دبخښني بين امللي سازمان -امنیسټي انترنېشنل په فرانسه کي اضطراري حالت تر پوښتني لاندي راوستلی دی. د بشر د حقوقو ددغه سازمان د پاریس څانگي د هیواد له پارلمان څخه وغوښتل ، چي اضطراري حالت نه باید تمدید کړي. د سازمان په خبره د شپې قیودات او بې له قضايی فیصلې څخه د کورونو تلاشي ، نظربندي او ټولنو بندیدل ډیر لږ مشخص نتایج ورکړي دي. برعکس د پولیسو ډیر حضور دبشر له حقوقو څخه د ډیرو سرغړونو سبب سوی دی.
پر روسيې د غربي هيوادو د بندیزونو د ليري کولو غوښتنه
د جرمني د بایرن ایالت صدراعظم هورست زې هوفر مسکو ته د خپل سفر پر مهال «په یوه معین وخت کي»پر روسيې باندي د غربي هيوادونو د بندیزونو دراکمولو غوښتنه وکړه.زې هوفر د روسيې له جمهوررییس ولاد یمیر پوتین سره تر لیدني وروسته وویل، سړی باید وگوري ، چي څه ډول واقعأ دغه تحریمونه ختمولای سي. خو ده همدارنگه وویل ، په خبرو کي دا معلومه سوه ، چي روسۍ خوا هم باید خپل وظایف باید اجرأ کړي.