مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ترکیه د یونان څخه داقتصادي مهاجرينو بیرته منلو ته تیاره ده
ترکیه د «فرانکفورتر الگماینه »ورځپاڼي په حواله په اساس کي حاضره ده ، چي د یونان څخه اقتصادي مهاجرين بیرته ژر ومني. ورځپاڼي د مذاکراتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی، چی ددواړو هيوادونو استازي په اوس کي د هغه پر جزییاتو باندي خبري کوي. هغه به د سه شنبه په ورځ د ازمیر په ښار کي د یونان او ترکيې د صدراعظمانو الکسیس څیپراس او احمیت داود اغلو د لیدني کتني پر مهال په تصویب ورسیږي.
د ترکيې صدراعظم د «زمان» د ورځپاڼي پر مرکز باندي له حملې څخه دفاع وکړه
د ترکيې صدراعظم احمیت داود اغلود حکومت منتقدي ورځپاڼي «زمان» پر مرکز باندي دعمل څخه د قضأییه قوې دیوه بېطرفانه تصمیم په حیث دفاع وکړه. داود اغلو دغه اظهارات د ایران څخه د لیدني کتني پر مهال کړي دي، کوم چي د یوه ترکي چینل لخوا خپریدله. د ترکيې یوې محکمې د جمعې په ورځ د زمان ورځپاڼه تر دولتي کنټرول لاندي راوستله. تر هغه وروسته د ورځپاڼي پر وداني باندي پولیسو هجوم وروړی.
اطریش دجرمني څخه د مهاجرو د قبلیدو دکلنی لوړ حد تعینیدو غوښتنه وکړه
د مهاجرینو د بحران په اړه د اروپايي ټولني د سرمشریزي تر شروع کیدو لږ دمخه د اطریش صدراعظم ویرنر فایمن یوواربیا د جرمني له حکومت څخه وغوښتل ، چي په خپل هیوادکي د مهاجرو د قبلیدوکلنی لوړ حدتعین کړي . فایمن اضافه کړې ده ، چي جرمني باید هر څه معلوم کړي ،په غیر د هغه به بیا هم بې له کنټروله مهاجرين ددغه هيواد پرخوا ورروان وي.
د امريکا د جمهوري رياست په مقدماتي انتخاباتو کي کروز او ساندرس رامخته سول
د امريکا د جمهوري رياست د مقدماتي انتخاباتو پر سر مبارزه کي د جمهوري غوښتونکو دوو کاندیدانو ټېد کروز او برني ساندرس په دوو ایالتونو کي کامیابه سوي او دغه انتخابات یې گټلي دي. دموکراټ سناتور ساندرس هم په کانساز او نیبراسکا کي د خپلي سیالي پخوانۍ خارجه وزيري هیلاري کلینتن څخه انتخابات گټلي او کامیابه سوی دی. خو کلینتن بیا په لویزیاناکي انتخابات گټلي دي ، چی ورته د یوه مهم ایالت په سترگه کتل کیږي.
په جرمني کي د مخدره موادو د استعمال څخه ډیر کسان مړه سوي دي
په جرمني کي د مخدره موادو د استعمال څخه دمړه سوو انسانانو تعداد لوړ سوی دی. د «ویلټ ام زونټاگ» ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی ،چي په ۲۰۱۵ م کال کي د یوه کال مخکي په مقایسه دغه لوړوالی ۱۸،۸ فیصده ښيي. ورځپاڼي خپل دغه رپوټ د جرمني د فدرالي جنايي ادارې په حواله ورکړی دی. دغي ادارې په مخدره موادو د مړه سوو کسانو تعداد ۱۲۲۶ تنه ښوولی دی، چي تر ټولو ډیر په برلین،هامبورگ او بریمن کي دي.