مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د فلوریدا دیوه کلب په فیرونو کي ډیر کسان ټپیان سوي دي
د امريکاد متحده ايالاتو د فلوریداد ایالت د اولاندو د همجنسبازانو په یوه کلب کي د فیرونوپه ترځ کي ډیر کسان ټپیان سوي دي. کلب ته ورغلو کسانو د فیسبوک د لاري خبر ورکړی دی ، چي دفعتأ یو سړی په وسلې سره راننوتی او هري خواته یې فیرونه وکړل. د رسنیو په حواله بریدکونکی په کلپ کي ترسنگر نیولو او متقابلو فیرونو وروسته اوس وژل سوی دی. د اولندو روغتون ته ۴۲ زخمیان انتقال سوي دي.
په فرانسه کي داروپا د جام د شنبې دورځي مسابقې
په فرانسه کي د فټبال داروپا د جام د مسابقو په سلسله کي د شنبه په ورځ د انگلستان او روسیې تر منځ بازي یو پر یو ،وېلس د سلوکیا څخه دوه پر یو او سویس د البانیا څخه په دوه پر صفر سره وگټله. نن یکشنبه د جرمني ملي ټیم د اوکراین په مقابل کي خپله لمړنی بازي کوي.
دانگلستان او روسیې د مینه والو په اخوډبونو کي ۳۱ تنه ټپیان سول
د فرانسې په مارسل کي د انگلیسي او روسي هولیگینس یا افراطي مینه والو تر منځ سخت اخوډبونه رامنځته او پکښي لږترلږه ۳۱ کسان ټپیان سول. دپولیسو په حواله د هغوی څلور کسان سخت ټپیان دي او یو انگلیسی حتی د مرگ د خطر سره مخامخ دی. ټلویزوني تصاویرو وښوول، چي څنگه دواړه طرفونه په ډیر تشدد سره په چوکیانو، اوسپنو او نورو شیانو باندي یو د بل په مقابل کي حملې سره کوي.
فرانسې ته د ۲۵۰۰ الماني هولیگینس لست ورکول سوی دی
د جرمني امنیتي مقاماتو فرانسوي پولیسو ته د ۲۵۰۰ الماني هولیگینس لست ورکړی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې میزې «بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلي دي،چي دفرانسې سره د معلوماتو د تبادلې په سلسله کي پولیسو ته معلوم او دزورڅخه کاراخیستونکو هولیگینس نومونه او ارقام ورکول سوي دي .دې میزې الماني هولیگینس ته په کتلو سره وویل، چي فرانسه دي په سرحدي کنټرول سره دغه ارقام او معلومات په نظر کي ونیسي.
یوې چپي وکیلې د اردووان پر سفرکولو د ممانعت غوښتنه وکړه
چپي وکیلې سېوین داگدیلین په ترکیه کي د ټولو هغو کسانو پر سفر باندي د ممناعت غوښتنه وکړه، کوم چي د جرمني د پارلمان د وکیلانو پر ضد د تشدد غوښتنه کوي. دهغې په خبره دغه ممانعت باید د جمهوررييس رجب طیب ارددوان لپاره هم اعتبار ولري. د بیلډ ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی،چي د استانبول یوه تجار د داگدیلین پر سر ۱۰۰۰۰۰ جایزه ايښې ده. دې او نورو ترکي الاصله وکیلانو د ارمنستان پریکړه لیک ته مثبتي رایي ورکړي وې.
اروپايي ټولني ته د ترکیې د شاملیدو د خبرو سره د مقاطعې غوښتنه
د اروپا په پارلمان کي د اروپا دولسي گوند د فراکسیون مشر مانفرید وېبر د سوسیال دیموکراټانو او زرغونیانو څخه اروپايي ټولني ته د ترکیې د شاملیدو د خبرو سره د مقاطعې غوښتنه کړې ده. ویبر«فرانکفورتر الگماینه» ورځپاڼي ته ویلي دي،چي «موږ د هري ورځي په تیریدو سره په اروپايي ټولنه کي د ترکیې د پوره غړیتوب د هدف څخه لیري کیږو.» ویبر : د اروپايي ټولني هیڅ مشر نه پیژنم،چي ټولني ته د ترکیې جدی شاملیدل غواړي.