مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د ترکیې په ناکامه کودتأ کي تر ۲۶۰ اضافه انسانان وژل سوي دي
په ترکیه کي د حکومت پر ضد د اردو د ناکامي کودتأ له کبله د مړو تعداد لوړیږي. پدې منځ کي اوس د ۲۶۵ تنو دوژل کیدو خبره کیږي. د صدراعظم یلدیریم په حواله ۱۶۱ تنه وژل سوي کسان حکومت ته دوفادره امنیتي قواوو کسان او ملکیان وه. د هغه په خبره اوس اوضاع بیرته تر کنټرول لاندي راغلې ده. یلدیریم همدرانگه ویلي دي،چي پدې منځ کي په ټوله هیواد کی تر ۲۸۰۰ اضافه د اردو منسوبین نیول سوي دي.
د جرمني حکومت د ترکیې د حکومت تر شا دریدلی دی
په ترکیه کي ناکامي کودتأ ته په کتوسره د ټولي دنیا سیاسي رهبران او سازمانونه د ترکیې د انتخابي حکومت تر شا دریدلي دي. د حکومت ویاند شټیفان زایبرت د حکومت په نمایندگۍ د ترکیې د جمهوررييس اردوغان په مشری حکومت ته د جرمني د ملاتړ اطمینان ورکړی دی. بان کي مون د ترکیې ددواړو اړخونو څخه وغوښتل،چي د زور او تشدد څخه کار وانه خلي. د اروپا اتحادیې د اساسي قانون مطابق نظم د ژرترژره بیرته راوستلو غوښتنه وکړه.
رسنی:داعش د نیس د حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی
د اسلامی دولت ډلي په انټرنیټ کي د یوې اعلامیې په نشرولو سره د فرانسې د نیس ښار د حملې مسؤلیت منلی دی. دغي ډلي په خبري آژانس «آماک» کي خبر ورکړی دی ،چي بریدکونکی ددوی یو عسکر ؤ. خو دغه خبر تر اوسه پوري لا په صحیح او بېطرفه ډول ندی ارزیابي سوی. د پولیسو په حواله په نیس کي ډیر شکمن کسان نیول سوي دي. دغه ۳۱ کلن تونسي په تیرو کلونو کي یې ډیر جنايي اعمال سرته رسولي دي.
د حلپ پر ښار په هوايي بمباریو کي ډیر کسان وژل سوي دي
د سوريې د حلپ پر ښار په هوايي بمباریو کي د سوريې دپاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې د معلوماتو پراساس لږترلږه ۱۸ انسانان وژل سوي دي، چي نهه تنه یې کوچنیان وه.. تیره شپه حکومتي عسکرو دښار پرشرقي برخه بمباری وکړې،کوم چي د یاغیانو لخوا کنټرولیږي. تیره اوونی حکومتي عسکرو ددغه ښار ډیري برخي ونیولي او مواصلاتي لاري ته په نژدې کیدو سره یې یاغیان د غذايي موادو د کمبود سره مخامخ کړه.
د امريکا متحده ايالات او روسيه غواړي د سوريې اوربند وژغوري
د امريکا متحده ايالات او روسيه پر داسي مشخصو اقداماتو باندي سره یو سوي دي،چی پر اساس به یې د سوريې اوربند د ناکامه کیدو څخه راوگرزول سي. دا خبره د امريکامتحده ايالاتو خارجه وزير جان کېري د روسيې د خارجه وزير سرګیې لاوروف سره په مسکو کي تر لیدني کتني وروسته کړې ده. دروسي خبري آژانس انټرفکس په حواله، کیري ویلي دي،چي دی نه غواړي دغه اقدامات اعلان کړي او غواړي پټ یې وساتي.
د «اسیم» کنفرانس په یوې گډي اعلامیې سره پای ته ورسید
د منگولیا په پایتخت اولان باتور کي دآسیا- اروپا «اسیم» دغه دوه ورځنی کنفرانس ددواړو براعظمو تر منځ د لاډیري همکاری په هدف جوړ سوی ؤ. په اعلامیه کي راغلي دي،دوی غواړي د نړی خراب اقتصاد ته په کتو سره هغه ته نوره هم وده ورکړي. په دې منظور باید د اقتصادي پرمختگ په لارکی نور موانع هم لیري سي. د کنفرانس یوه بله ډیره مهمه موضوع د ترهگرۍ سره د مبارزې او جنوبي چین په بحیره کي د چین د توسعه طلبۍ موضوع وه.