مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
پوځ: طالبانو پر بهرنیو سیلانیانو برید کړی
د بهرنیو سیلانیانو یوه ډله چي په منځ کي یې یو آلمانی هم شامل دی په هرات کي د طالبانو له برید سره مخامخ شوي. د هرات ولایت ویاند جلیلي فرهاد، ویلي دي چي د سیلانیانو د دغه ۱۲ نفره گروپ څخه پنځه تنه په چشت شریف کي د حملې پر وخت لږ زخمیان سوي دي. بیا د حکومتي قواوو سره په مقابله کي د طالبانو ډیر جنگیالي وژل سوي دي. په سیلانیانو کي شپږ انگریزان، درې امریکایان، دوه سکاتلندیان او یو آلمانی شامل وو.
په ایران کي ۲۰ کسان اعدام سوي دي
د ایران په غرب کي د یوه ډله ایز اعدام په ترځ کي ۲۰ نارینه غرغړه سوي دي. ایراني رسنیو د هیواد د لويي څارنوالی په حواله خبر ورکړی چي اعدام سوي کسان د کوردستان ولایت د یوه سني جنايي او ترهگري گروپ غړي وه. د دغه ولایت د عدلیې دفتر خبر ورکړی دی چي دغو کسانو په لسهاو انسانان وژلي وو چي په منځ کي یې ښځي او کوچنیان هم شامل ول. دغه کسان د سه شنبه په ورځ لا اعدام سوي وو.
تاجیکستان د ناکامې کودتا په تور ۱۷۰ په بند محکوم کړي
تاجیکستان د تیر کال سپتمبر میاشتې د کودتا د ناکامې هڅې په تړاو، ۱۷۰ کسان په زندان محکوم کړي دي. دغو کسانو ته د یوه او ۳۰ کلونو تر منځ بند سزا اورول شوې ده. د تاجیکستان لوی څارنوال یوسف رحمان، یوه خبري کنفرانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ د هغوی د جرم په تړاو د انکار نه وړ شواهد راټول کړي دي.»
په لندن کي د چاړې تر حملې وروسته ښاروال د خلکو څخه د ارامی غوښتنه کړې ده
د لندن د ښار په منځ کي د یوه ۱۹ کلن د چاړې تر حملې وروسته ښاروال صدیق خان د خلگو څخه د بیدارۍ غوښتنه کړې ده. دغه ځوان سړي د ښار د بلومزبیري په ناحيه کي پر ډیرو کسانو باندي حمله وکړه چي په نتیجه کي یې یو امریکايي ووژل او پنځه نور کسان ټپيان سول. وروسته پولیسو هغه ته برقي شوک ورکړ او بندي یې کړ. د دغي حملې علت تر اوسه پوري معلوم نه دی. د پولیسو په حواله کیدای سي رواني تکلیف د هغه د حملې انگیزه وي.
اطریش:د ترکیې سره باید اروپايي ټولني ته د ورشاملیدو خبري قطع سي
په ترکیه کي اوسنۍ وضع ته په کتو سره اطریش غواړي د ترکیې سره اروپايي ټولني ته د ورشاملیدو خبري قطع سي. د اطریش صدراعظم کریستیان کېرن اعلان کړی چي دی غواړي دغه موضوع د سپټمبر پر ۱۶ د اروپايي ټولني د شورا په غونډه کي طرح کړي.
جمهوري غوښتونکي پر خپل کاندید ترمپ باندي شک لري
د امريکا متحده ايالاتو په جمهوري غوښتونکو کي د هغوی د کاندید دونالد ترمپ تر تازه اظهاراتو وروسته تشویش مخ پر ډیریدو دی. د گوند رهبري کونکو غړو ترمپ ته له دې څخه سخت خبر داری ورکړی دی چي په خپل نه کنټرولیدونکي حضور سره د نوامبر د میاشتي په انتخاباتو کي ټول چانسونه له لاسه ورکوي. امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د حزب رييس راینس پریبوس، پر ترمپ باندي «ډیر په غوسه» دی.