مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
بان کي مون پر یمن باندي هوايي برید غندلی ده
د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون په یمن کي د ویر پر مراسمو باندي هوايي بمبارۍ غندلي دي،په کومو کي چي تر ۱۴۰ اضافه کسان وژل سوي او په سل هاوو نور ټپيان سوي دي. د هغه په خبره پر ملکي خلگو باندي هر ډول حمله د منلو وړ نده او باید دهغه بې طرفه او چټکه څیړنه وسي. د بان په اعلامیه کي که څه هم د سعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اییتلاف د حملې یادونه سوې ده،خو هغه په مستقیم ډول هیڅ چا ته مسؤلیت راجع کړی ندی.
په شرقي المان کي په ترهگرۍ شکمن کس اوس هم په تیښته کي دی
یو ۲۲کلن سوریايي چي د شرقي المان د کیمنیڅ په ولایت کي د یوې بمي چاودني په پلانولو باندي تورن دی ،اوس هم په تیښته کي دی. د زاکسن د ایالت د پولیسو ځانگړو قواوو د هغه د تعقیب په جریان کي یو کور تلاشي او هلته یې خطرناکه چاودیدونکي مواد پیداکړل. دغه موادو ته د مسلکي کارپوهانو په موجودیت کي پرون ماښام انفلاق ورکول سو.
لیتوانیا او پولینډ د روسي اټومي وسلو دمستقر کیدو څخه په اندیښنه کي دي
د شرقي بحیرې سره په کالیننگراډ کي د روسيې دلنډي فاصلې د اټومي وسلو مستقر کیدل د هغه دهمسایه شرقي ناټو غړو هيوادو سره نور هم تشنج ډیرکړی دی. لیتوانیا او پولینډ ،چي دکالیننگراډ سره همسرحده دي،د روسيې ددغه عمل څخه په تشویش کي لویدلي دي. خو د روسيې ددفاع وزارت اطمینان ورکړی دی، چی دراکټانو دغه مستقر کیدل د تمریناتو د عادي پروگرام په چوکاټ کي تر سوي دي.
ترکيه: په یوه بمي چاودنه کي۱۷ انسانان وژل سوي دي
په یوه موټر بمي چاودنه کي د ترکيې په جنوب شرقي ولایت «هکاري» کي لږترلږه ۱۷ انسانان وژل سوي دي،چي پکښي ۹ کسان یې عسکر وه. خبري آژانس DHA رپوټ ورکړی دی، چي په دغه حمله کي ۷ نور کسان ټپيان سوي هم دي. ددغي حملې مسؤلیت تراوسه پوري چا پرغاړه ندی اخیستی. دتیرکال دوبي راهیسي حکومتي قواوو دمنع سوي کردي ياغيانود سازمان- PKK پرضد سخت عملیات پر لاري اچولي دي.
ترکیې د سوريې په شمال کي دداعش ۳۱ جنگیالي وژلي دي
د سوريې په شمال کي د ترکي منابعو په حواله د اسلامی دولت ډلي۳۱ جنگیالي وژل سوي دي. ترکي پوځ ویلي دي،چي ۱۴ تنه دداعش په اصلي مرکز«دابیک» کي د هغو یاغیانو لخوا وژل سوي دي، چي د ترکيې لخوا حمایه کیږي. ۱۷ تنه نور پر سیمه باندي د امريکا دمتحده ايالاتو په رهبرۍ نظامي اییتلاف په هوايي بمباريو کي وژل سوي دي.
ترمپ پر سختوانتقادونو سربیره د خپلي کاندیدۍ څخه نه تیریږي
د امريکا دمتحده ايالاتو دجمهوري غوښتونکو د جمهوري رياست کاندید دونالد ترمپ دښځو په باب د «بداخلاقو خبرو» دویدیو تر نشرولو وروسته هم نه غواړي د خپلي کاندیدۍ څخه تیر سي. ترمپ په خپل تویترکي لیکلي دي،چي داکار په هیڅ صورت نه غواړي تر سره کړي او خپل پلویان مایوسه کړي. د ترمپ ښځي «میلانيه» د خپل میړه پر دغو اظهاراتو باندي انتقاد کړی دی او هغه یې د منلو وړ ندي بللي.
په بیت المقدس کي درې اسراییلیان وژل سوي دي
په بیت المقدس کي دیوه عرب په حمله کي چي وسله یې درلودل،درې اسراییلیان وژل سوي او څلور نور هم ټپيان سوي دي. یوه لاروۍ او یو پولیس وروسته د خپلو زخمونو څخه په روغتون کي مړه سول. بریدکونکی وروسته د پولیسو لخوا وویشتل سو. دغه سړي د خپل موټر څخه پرهغو خلگو باندي فیرونه وکړل،چي د پولیسو د پوستې سره ولاړ وه.