مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
په کندوز کي جنگونه پای ته رسیدلي دي
پرکندوز باندي د طالبانو تر حملې لس ورځي وروسته د رسمي معلوماتو په حواله، ښار بیرته د طالبانو څخه پاک سوی او جنگونه پای ته رسیدلي دي. د کندوس د ولایتي شورأ یوه غړي «امرالدین والي» د چهارشنبې په ورځ وویل،چي هغوی د ښار د وروستۍ هغي برخي څخه هم وتلي دي،چي پکښي جنگونه روان وه. هلته ژوند بیرته عادي حالت ته راځي او دوکانونه خلاصیږي.
المانی پوځ به په ترکیه کي دداعش پرضد عملیاتو کي ډیره برخه واخلي
الماني پوځ په ترکیه کي د اسلامی دولت ډلي سره په مبارزه کي تر پخوا ډیره برخه اخلي. هغوی به د شپږو تورنادو اکتشافي الوتکو او یوې په هوا کي تیل ورکونکي طیارې تر څنگ د ناټو اکتشافي «آواکس» الوتکو ته الماني عسکر هم ورولیږي او په سوريه او عراق به د هوايي بمباریو ملاتړ وکړي. دا خبره د جرمني حکومت په تصویب رسولې ده. پارلمان به بیا د هغه په باب په نومبر کي فیصله وکړي.
دې میزېر غواړي مجرمو مهاجروته د«اخراجیدونکو توقیف» جوړکړي
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دېميزې دیوې المانۍ ورځپاڼي په حواله غواړي،د مجرمو مهاجرینو په مقابل کي د شدت څخه کار واخلي او د هغوی مؤقتي یا«تحمل سوي» ویزې په اسانۍ سره له منځه یوسي. دورځپاڼي په حواله وزیر ویلي دي،چی دهغو مهاجرو له پاره چه په جرم باندي مرتکب سوي وي او ورڅخه سخت خطر موجود وي،ورته د «اخراجیدونکو نوي توقیف خانې» جوړي سي.
جرمني داروپايي ټولني پراتباعو باندي اجتماعي کومکونه محدودوي
څوک چي د اروپايي ټولني دیوه بل هيواد څخه جرمني راځی اودلته کار نه پیداکوي، په راتلونکي کي به تر پنځو کالو پوري ورسره اجتماعي کومکونه ونه سي. د جرمني حکومت په دې هکله دکار د وزیري اندریا نالیس لخوا وړاندي سوې یوه مسوده ومنله. یوې ایالتي محکمې په ۲۰۱۵ م کال کی حکم صادر کړی ؤ،چي که د اروپايي ټولني یو تبعه جرمني ته راځي او کار نسي پیدا کولای،د اجتماعي کومکونو هم ندی مستحق.
د کلینتن ټیم پرترمپ او روسیې باندي سخت تورونه لگولي دي
د امريکا د دیموکراټانو د جمهوري ریاست د کاندیدي هیلاري کلینتن د انتخاباتي مبارزې آمر«جان پودیستا»پر روسیې او ترمپ پر ټیم باندي سخت تورونه لگولي دي. پودیستا د روسیې استخباراتي سازمانونه تورن کړي دي، چي دیوه بانکي حساب په هَکري برید کي لاس لري. د هغه په خبره روسیه کوښښ کوي، چي انتخابات د ترمپ په گټه واړوي. هغه همدارنگه د ترمپ پرټیم باندي تور لگولی دی،چي د ویکیلکس لخوا هک سوي ایمل څخه یې خبر درلودی.
یونان د ترکيې د کودتاچیانو د پناه غوښتنه رد کړې ده
د یونان د مهاجرينو او پناه غوښتنونکو ادارې د ۷ تښتیدلو ترکي افسرانو د پناه غوښتنه رد کړې ده. دغه نظامیان تر ناکامي کودتأ وروسته د یوه هلیکوپتر پواسطه دهمسایه هیواد یونان نژدې ښار «الکساندر پولي» ته تښتیدلي وه. د هغوی د عریضې په باب په راتلونکې اوونی کي فیصله وسي. د افسرانو مدافع وکیل ویلي دي ،چي ددغي فیصلې پرضد به مرافعه وغواړي.