مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د حلب دشرقي برخه څخه وتل پیل سوي دي
د نړیوال سره صلیب په حواله د سوريې د ملیوني ښار حلب څخه تر ډیر ځنډ وروسته د خلگو وتل شروع سوي دي. د روسیې ددفاع وزارت هم ویلي دي،چي ۵۰۰۰ یاغیان او دکورنیو غړي به یې د هغوی د پخوانیو سنگرونه څخه د تقریبأ ۲۰ کیلومتره بشري لاري په ورکولو سره ووځي. لمړی به ټپيان او کوچنیان د امبولانسونو او بسانو پواسطه او وروسته به پخپله یاغیان د ایدلیب ولایت ته انتقال سي.
امریکايي چینل: پوتین پخپله په هکري بریدونو کي لاس درلود
د امريکا دمتحده ايالاتو ددیموکراټانو پر کمپیوټري سیسټم باندي په تکرار سره دهکري حملو نوي جزییات روښانه کيږي. اوس امریکايي خبري چینل- NBC رپوټ ورکړی دی،چي دروسیې جمهوررييس ولاد یمیر پوتین پخپله د امریکا د جمهوري رياست د کانديدي هیلاري کلینتن پر ایمیلونو باندي د هکري حملو امر ورکړی ؤ. چینل خپل دغه رپوټ د امریکايي استخباراتي سازمان ددوو لوړرتبه مامورینو په حواله ورکړی دی.
د یاهو یو ملیارډ انټرنیټ پاڼي ترهکري بریدونو لاندي راغلي دي
د امریکايي انټرنیټی شرکت یاهو د معلوماتو پراساس د هغوی د کارکونکو یو ملیارډ انټرنیټ پاڼي د ۲۰۱۳ م کال په اگست کي تر هکري حملو لاندي راغلي دي. ددغه شرکت په حواله په هغو کي د نورو ترڅنگ د یاهو د کارکونکو ایمیل ادرسونه، تلیفون لمبرونه او شیفرونه غلأ سوي دي. د ۲۰۱۵ م کال په آخره کي هم یاهو د خپلو کارکونکو پر انټرنیټ پاڼو باندي د لږترلږه ۵۰۰۰۰۰ هکري حملو خبر ورکړی ؤ.
ترمپ د عالي تکنالوژۍ درییسانو سره لیدلي دي
دامريکا متحده ايالاتو راتلونکي جمهوررييس دونالد ترمپ د امریکايي عالي تکنالوژۍ د رییسانو سره وکتل او د نوو کارځایونو او اقتصادي ودي په باب یې ورسره خبري وکړې. په رابلل سوو کسانو کي د امازون رییس «جېف بیزوس»، دایپل رییس «ټایم کوک» او فیسبوک اداري رییسه «شېرلي زانډ بیرگ» شامل وه. په دغه ملاقات کي د ترمپ درو اولادونو هم گډون درلود. ددې دمخه ترمپ د نورو مشهورو اقتصادي څانگو د رییسانو سره هم کتلي وه.
چین د جنوبي چین په بحیره کي نوي وسلې ځای پرځای کړي دي
د ستلایت تصویرونه ښکاره کوي ، چي چین د جنوبي چین په بحیره کي خپل حضور نورهم تقویه کوي. د یوې امریکايي تیورئ جوړولو د مرکز – CSISله خوا ارزیابي سوي تصاویر ښکاره کوي، چي چین په ټولو اوو مصنوعي جزیرو کي د هوايي دفاعي راکټانو سیسټم نصب کړی دی.
جمهوررييس پوتین په جاپان کي دی
د روسیې جمهوررييس ولاد یمیر پوتین د یوه دوه ورځني سفر لپاره جاپان ته رسیدلی دئ. جاپان هیله مند دی، چي په دې سفر سره به دکوریل د جزیرو پرسر د لسیزو اختلافات راکم او اقتصادي روابط به پراخ سي. خوکارپوهان ددغه ملاقات څخه د ډیر نژدې کیدو انتظار نلري.
په ۲۰۱۶ م کال کي د اروپايي ټولني وروستی سرمشریزه
نن پنجشنبه د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران په سږعیسوي کال کي دوروستي ځل له پاره په بروکسل کي سره راټولیږي. ددغي سرمشریزي په اجنډا کي دنورو تر څنگ د گډ دفاعي سیاست، د ترکیې سره دمهاجرینو دتړون او روسیې پرضد اقتصادي بندیزونه شامل دي. همدارانگه به د اروپايي ټولني د پناهندگۍ پرسیاست ، خصوصأ د ایټالیا او یونان د بار راکمولو پر موضوع باندي بحثونه وسي.