مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
امریکايي چارواکو په سلهاوو بې اسنادو مهاجر نیولي دي
د امريکا متحده ايالاتو په ډیرو ایالاتونو کي د تلاشۍ پرمهال، پولیسو په تیره اوونی کي په سلهاوو بې اسناد مهاجر نیولي دي. واشنگټن پوست د امریکا دمهاجرینو ادارې په حواله رپوټ ورکړی دی، چي داد جنورئ پر ۲۶ نیټه د جمهوررييس ترمپ تریوه فرمان وروسته تر ټولو لوی عملیات وه. تلاشۍ په رسمي ډول د معلومو مجرمینو پرضد ترسره سوي دي،خو داسي مهاجر هم پکښي نیول سوي دي،چي تر اوسه پوري یې هیڅ جزايي عمل ندی تر سره کړی.
امريکا د لیبیا له پاره د ملگرو ملتو د خاص استازي «فیاض» کاندیدي تحریم کړه
د امريکا متحده ايالاتو دلیبیا دپاره د ملگروملتو د خاص نماینده په حیث د پخواني فلسطیني سیاستمداره سلام فیاض کاندیدي تحریم کړه. لکه څنگه چي «نیویارک ټایمز» رپوټ ورکړی دی، په ملگرو ملتو کي د امریکا سفیري «نیکی هېلي» ویلي دي،د امریکا حکومت ددې څخه مایوسه دی،چي د ملگروملتونوعمومي منشي انتونیو گوتریس دغه پُست فیاض ته ورکوي. فیاض د ۲۰۰۷ م کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پوري د فلسطین د خودمختاري ادارې صدراعظم ؤ.
فرانسوی جهادي «قاسم» په هوايي بمباريو کي وژل سوی دی
فرانسوی جهادي، رشید قاسم د رسنیو په حواله په عراق کي د امریکا په رهبرۍ نظامي اییتلاف په هوايي بمباريو کي وژل سوی دی. که څه هم د امريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت د هغه وژنه تایید کړې نده، خو ویلي یې دي، چي قاسم په تیرو ۷۲ ساعتونو کي د موصول سره نژدې ترهدف لاندي نیول سوی ؤ. پردغه الجزایری الاصله فرانسوي باندي تور لگول کیږي، چي د انټرنیټ د لاري یې په فرانسه کي ترهگري حملو ته تبلیغات کوله.
ترمپ د سفر د ممانعت په هکله پریوه نوي فرمان باندي غورکوي
د قضأ لخوا د دونالدترمپ د سفر دممانعت د فرمان ترتحریمیدو وروسته ،هغه د مهاجرينو په هکله اوس پریوه نوي فرمان باندي غورکوي. ترمپ وویل، چي دی اوس داسي خیال لري، چي د مهاجرينوکاملأ یو نوی فرمان صادر کړي. په سانفرانسیسکو کي د استیناف د محکمې د حکم پرضد، کوم چه د پنجشنبه په ورځ یې د سفر دممانعت دلانجمن فرمان بیرته نافذیدل رد کړل، ترمپ نه غواړي سمدلاسه دامریکا په ستره محکمه کی اقامهء دعوه وکړي.
فلیپین: په یوه زلزله کي ډیرانسانان وژل سوي دي
په فلیپین کي د سانتي گرېد د ۶،۷ درجې په قوت سخته زلزله کي ۷ کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ اضافه نور ټپيان سوي دي. چارواکو ویلي دي، چي د زلزلې په نتیجه کي د «سوري گااو» په ولایت کي برق هم قطع سوی دی. د اوبو ډیر بندونه او دوه پلونه نړیدلي او یا تاوني سوي دي. په زرو انسانان د څونامي د بیري لوړو منطقو ته تښتیدلي دي.
انگولا: دفټبال په یوه سټوډیم کي ۱۷ انسانان وژل سوي دي
په انگولا کي د فټبال په یوه سټوډیم کي دفرانس پرس خبري آژانس په حواله د وارخطأسوو خلگو په منځ کي حداقل ۱۷ کسان وژل سوي او ۵۶ نورزخمیان سوي دي. د وژل سوو کسانو په منځ کي کوچنیان هم شامل دي. دغه پيښه د «یوگي» په سټوډیم کي ددغه هیواد د فټبال دلمړي لیگ د یوې بازۍ په جریان کي رامنځته سوه. د پولیسو په حواله د ټیم په سلهاوو مینه والو ددغه کاملأ ډک سټوډیم ددروازې پرخوا هجوم وروړی ،او غوښتل یې ورننوزي.