مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ایروپول: سایبري حملو په لسهاوو زره کمپیوټرونه د کار اچولي دي
په ټوله جهان کي د ایروپول په حواله په بې ساري ډول سره سایبري حملې تر سره سوي دي. د اروپا دغه امنیتي ارگان په هاگ کي ویلي دي، چي د پلټنو یوې هراړخیزي بين المللي همکارۍ ته ضرورت دی، ترڅو د هغوی عاملین کشف سي. په دغه بې سابقه سایبري حملو کي د معلوماتي تکنالوژۍ د امنیتي کارپوهانو په حواله په تقریبأ ۱۰۰ هیوادو کي د شرکتونو، مقاماتو او عادي خلگو په لسهاوو زره کمپیوټرونه د کاره لویدلي دي.
د G7 په غونډه کي هم د امریکا سره اختلافات حل نه سوه
د جهان اوه پرمختللي صنعتي هیوادونه بیا هم د تجارتي او اقتصادي سیاست په باب سره شخړه کوي. د امريکا متحده ايالاتو د G7 د غونډي پرمهال هم د ازاد تجارت او اقتصادي دروازو د خلاصولو سره ښکاره مخالفت ښکاره کړ. د G7 هیوادو د مالیې وزیرانو او بانکو رييسانو په ایټالیا کي ونسوای کولای په دې برخه کي یوې مشخصي موافقې ته ورسیږي.
فرانسه: د ماکرو مشاوري الماني سیاستمدارانو ته خبردارئ ورکړی دی
د ایمانوییل ماکرو مشاوري، سلوي کاولا الماني سیاستمدارانو ته پر نوي جمهوررييس باندي د مخکي له مخکي انتقادونو څخه اخطار ورکړی دی. دې المانۍ مجلې«شپیگل» ته ویلي دي ، دا کومک نه کوي چي د اروپايي دولتي اسهامو او نورو مسایلو په باب د ماکرو د مفکورې یو یو ټکی وسپړل او ورباندي بد وویل سي.
څیپریس په چین کي د «وریښمو د لاري» په سرمشریزه کي برخه اخلي
د جرمني د اقتصاد وزیره بریگیت څیپریس د نن شنبه څخه په چین کي یو درې ورځنی سفر شروع کوي. ددې د سفر اصلي تمرکز به په پیکینگ کي د «وریښمو د یوې نوي لاري» په سرمشریزه کي گډون وي، کوم چي د چین لخوا یې ابتکار پرغاړه اخیستل سوی دی. سبا به په دغه کنفرانس کي د تر سلو اضافه هیوادو نمایندگان برخه واخلي ، د هغې جملې څخه د ۲۸ هیوادو دولتي او حکومتي مشران.
شمالي کوریا د امريکا سره د خبرو کولو زیگنال ورکړی دی
شمالي کوریا د عالي رتبه ډیپلوماټانو په حواله تر مساعدو شرایطو لاندي د امريکا دمتحده ايالاتو سره خبرو ته تیاره ده. لکه څنگه چي د جنوبي کوریاخبري آژانس یون هېپ خبر ورکړی دی،د پیکینگ څخه د شمالي کوریا د خارجه وزارت د شمالي امریکا ددفتر مسؤلي چوی سون هوی ویلي دي، چي ددې هیواد به خبري اتري شروع کړي، پدې شرط چي د هغه دپاره شرایط مساعد وي.
د کولمبیا د فارک لمړني یاغیان بې وسلې سول
د کولمبیا د سولي د پروسې په چوکاټ کي د فارک د چپي سازمان لمړني یاغیان بې وسلې سوي او خپلي وسلې یې پرمځکه ایښي دي. لکه څنگه چي ملگرو ملتونو خبر ورکړی دی ، ددغو یاغیانو یوه ۱۲ نفره گروپ ته سندونه ورکول سوي دي ، چي هغوی اوس کولای سي ملکي ژوندانه ته بیرته وروگرزي.