مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د هامبورگ چاړه وهونکئ د اسلامي تندلاري په توگه معلوم ؤ
د هامبورگ شکمن چاړه وهونکئ د امنیتي چارواکو سره داسلامي تندلاري په حیث معلوم ؤ. د هامبورگ داخله سناتور انډي گروته د ژورنالسټانو په مخکي وویل، چي د هغه د افراطي کیدو نخښي نښانې موجودي وې. د اسلامست په توگه ددغه ۲۶ کلن ارقام ثبت سوي وه، خو چا د هغه څخه د مستقیم خطر درامنځته کیدو گمان نه کاوه. گروته وايي، پولیس اوس هم په دې نه پوهیږي، چي بلاخره څشي د هغه د حملې سبب سول.دغه فلسطیني لا اقرار ندی کړئ.
ایران پرخپل اټومي پروگرام باندي ټینگ ولاړ دئ
د امريکا د متحده ايالاتو پرنوو بندیزونو سربیره ایران غواړي خپل اټومي پروگرام ته دوام ورکړي. دغه خبره د ایران د خارجه وزارت یوه ویاند په دولتي ټلویزون کي وکړه. ویاند د تیري جمعې د ورځي د راکټي ازمویني په عکس العمل کي د امريکاد متحده ايالاتو دغه جزايي تدابیر «دښمنانه او دنه منلو وړ» وبلل. دتهران په حواله دغه هیواد د ستلایټ دپاره یو انتقالیدونکئ راکټ ازمویلئ دی.
امريکا او جنوبي کوريا راکټي ازمویني ته په نظامي تطبیقاتوسره جواب وايي
د شمالي کوريا لخوا تر نوي راکټي ازمویني وروسته د امريکا متحده ايالات او جنوبي کوريا په نظامي تطبیقاتو سره جواب ووایه. د پيونګ يانګ رهبرۍ ته د خبرداري په ډول د دواړو هیوادو بحري قواوو د جنوبي کوريا د شرقي ساحل مخته په بحرکي د لنډي فاصلې یو راکټ فیر کړ. ددې دمخه د امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا اعلان کړئ ؤ، چي د یوه ممکنه نظامي جواب په باب سلأ مشورې سره کوي.
ترمپ د جمهوري ریاست ددفتر نوئ رییس تعین کړ
په سپینه ماڼی کی تر سختو کشمکشونو او جنجالونو وروسته جمهوررييس دونالد ترمپ په مرکزي حکومت کی یو مهم پست تبدیل کړ. داسي چي دده اوسني د جمهوري ریاست ددفتر رییس رینس پریبس خپل پست د لاسه ورکړ او په عوض یې دداخلي امنیت وزیر جان کېلي تعین سو. ترمپ د پریبس د «کارونو او خدماتو» څخه مننه وکړه. ترمپ په خپل تویترکي همدرانگه لیکلي دي ،چي ۶۷ کلن کیلي دداخلي امنیت د وزیر په حیث ډیر ښه کارونه کړي دي.
د ترکیې د « جمهوریت» ورځپاڼي اوه کسه د بند څخه ازاد سول
د ترکیې د حکومت د منتقدي ورځپاڼي « جمهوریت» اوه کسه بندیان بیرته ازاد سوي دي. نن شنبې سهار کاریکاتورکښونکئ موسی کارت د استانبول څخه دباندي یوه محبس څخه تر ۲۷۱ ورځو تیرولو وروسته ازاد سو. د موسی ترڅنگ ددغي ورځپاڼي د ادبیاتو آمر او د عدلي شعبې کارکونکي یې موقتأ ازاد سول. خو ددوی دعوه جریان لري او باید په منظم ډول سره مسؤلو مقاماتو ته ځانونه ښکاره او راجستر کړي.
په لندن کي دیوه تور پوستي تر وژل کیدو وروسته ناارامۍ رامنځته سوي دي
دیوه تور پوستي تر وژل کیدو وروسته د لندن په شرق کي د یوې مظاهرې په جریان کي د پولیسو سره اخوډبونه رامنځته سوي دي. لکه څنگه چي برتانوي رسنیو خبر ورکړی دی، اله گوله کونکو پر پولیسو باندي بوتلان او اورغورځونکي مواد وروغورځول، سړکان یې بند او محاصرۍ یې جوړی کړې.