مهم خبرونه له متن او انځور سره
د کډوالو د کښتۍ د اوښتو له کبله ۲۴ تنه وژل شوي
د یونان د زاموس ټاپو ته څیرمه په آژه سمندرگي کې د کښتۍ د اوښتو په پیښه کې د وژل شوو کډوالو شمیر اوس ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې په مړو شوو کې لس ماشومان هم شامل دي. ویل شوي دي چې په دغه پیښه کې لس تنه ژغورل شوي هم دي. د چهارشنبې په ورځ هم د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله اووه مهاجر مړه شوي وو. د ژمي له سخت موسم سره سره، هره اوونۍ په زرونو کسان دغه خطرناک سفر ته زړه ښه کوي.
حسن روحاني پاریس ته په رسمي سفر دی
د اقتصادي اړیکو د بیا رغیدو د هڅې په ترڅ کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ته نن د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې هرکلی وویل شو. حسن روحاني ته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فابیوس د یوه پوځي تشریفاتو په ترڅ کې ښه راغلاست ووایه. د ورځې په اوږدو کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د حسن روحاني ملاقات پلان شوی دی. همداشان فابیوس له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره هم ملاقات کوي
گبا گبو: زه بې گناه یم
په دینهاگ کې د جزا د نړیوالې محکمې پر وړاندې د عاج ساحل پخواني ولسمشر لورینت گبا گبو، خپل ځان بې گناه بللی دی. پر نوموړي ۷۰ کلن باندې پر څلورو قضیو کې د بشریت پر ضد د جنایت تور لگول شوی دی. د هغې پر ضد په شوې دعوا کې په ۲۰۱۰م کال کې د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدو وروسته نوموړی د وژنو او جنسي تیریو له پاره گرم گڼل شوی دی. گبا گبو ټاکنې بایللې وې، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له پریښودو څخه یې ډ ډه کړې وه.
د جاپان د اقتصاد وزیر د فساد د تور له کبله استعفا وکړه
د اختلاس د تورونو وروسته د جاپان د اقتصاد وزیر اکیرا آماري، له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي ۶۶ کلن په داسې حال کې د خپلې استعفا اعلان وکړ چې له سترگو یې اوښکې بهیدې. تیره اوونۍ یوې اوونیزې مجلې پر هغې باندې تور لگولی وو چې تر مشکوکو شرایطو لاندې یې د ساختماني چارو له یوه شرکت څخه ۱۲ میلیونه ین، اخیستي دي. آماري دا خبره مني چې پیسې یې ترلاسه کړي، خو دا تور ردوي چې دغه پیسې یې خپل جېب ته اچولي.
امریکا په لیبیا کې د «یوه پوځي انتخاب» په هکله غور کوي
امریکا متحده ایالات د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پرمختگ ته په کتو سره په لیبیا کې د یوې پوځي مداخلې په هکله غور کوي. په واشنگټن کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې په دغه هیواد کې د نوموړې تندلارې ډلې پراخیدل «د اندیښنې وړ» دي. د هغه په خبره له دې کبله یوه «پوځي او نور ډیر ې نورې لارې چارې» ارزول کیږي.
کرکیټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه وبایلله
تر ۱۹ کلونو د ټیټ عمر لرونکو لوبغاړو د کرکیټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته وبایلله. افغانستان په ۴۳ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۶ منډې وکړې چې په ځواب کې یې پاکستان دغه هدف په ۳۲ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیده سره پوره کړ او افغانستان ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.