مهم خبرونه له متن او انځور سره
چین او امریکا د پاریس د اقلیم تړون تصویب کړ
چین او امریکا متحدو ایالاتو د پاریس د اقلیم تړون تصویب کړی دی. د چین په هانگ جو، کې د جي - ۲۰ سرمشریزې د ترسره کیدو دمخه د نړۍ د داوړو سترو اقتصادي قوتونو ولسمشرانو بارک اوباما او شي جین پینگ په تړون کې د شاملیدو رسمي سندونه د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته ورکړي دي. تر دې د مخه په پیکنگ کې د ولسي کنگرې اړونده جرگه گۍ دغه تړون تصویب کړی وو.
جاپان روسیې ته په اړیکو کې د نوي پېر وړاندیز کړی
د دوهمې نړیوالې جگړې ۷۱ کاله وروسته د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د «یوه نوې عصر» د پیلیدو وړاندیز کړی دی. د روسیې په ولادي وستوک، ښار کې یوه اقتصادي فورم ته د وینا پر مهال شینزو آبې ویلي دي چې دا عادي خبره نه ده چې اوس هم د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې کوم تړون نه شته.
اسلام کریموف خاورو ته وسپارل شو
د ازبکستان مړ شوی ولسمشر اسلام کریموف، چې د مرکزي آسیا پر دغه هیواد یې ۲۵ کاله واکمني کړې وه په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو. تر غرمې د مخه د هغه تابوت له پلازمېنې تاشکند څخه سمرقند ته لیږدول شوی وو. د هغه د جنازې په مراسمو کې د ازبکستان د جگپوړو چارواکو سربیره د روسیې لومړي وزیر دیمتري مېد وېدف او همداشان د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو هم گډون کړی وو.
مېرکل او اولاند د امنیت په برخه کې گډ کار کول غواړي
د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند غواړي چې د امنیت په برخه کې لا سره نزدې گډ کار وکړي. دغه څرگندونې دواړو سیاستوالو د فرانسې په ختیځ کې تر ملاقات وروسته کړي دي، چیرې چې هغوی د اروپایي اتحادیې د راتلونکي سرمشریزي له پاره خپل دريځونه سره همږي کړي دي. دغه سرمشریزه د سپتمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې تر سره کیږي.
په فلیپین کې چاودنې ۱۴ تنه وژلي دي
د فلیپین داواو ښار کې د وروستیو معلوماتو له مخې چاودنې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژلي دي. د پولیسو په وینا دغه پیښه یوه مشهور بازار ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. د داواو ښار د دغه هیواد په سویل کې پروت دی چې د ولسمشر رودریگو دوترته پلرنی ټاټوبی دی. د ځایي رسنیو په وینا تندلارې اسلامپالې ډلې ابو سیاف، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. ولسمشر په وروستیو کې د ابو سیاف تندلارې ډلې پر ضد د مبارزې اعلان کړی وو.
هند له ویتنام سره د پوځي موخو له پاره مرسته کوي
هند غواړي چې ویتنام ته کوچنۍ گړندۍ جنگي بیړۍ ورکړي او د دغه هیواد د پوځ په پراختیا کې یې ملاتړ وکړي. پر دغه څه باندې د هند لومړي وزیر نریندر مودي په هانويي کې له خپل ویتنامي سیال سره توافق کړی دی. د گړندۍ کوچینو جنگي بیړیو د رانیولو له پاره هند ویتنام ته ۱۰۰ میلیونه ډالر پور ورکوي. پر دې سربیره مودي ویتنام ته د پوځې موخو له پاره د نورو ۵۰۰ میلیونو ډالرو د پور وړاندیز کړی دی.