مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
کندوز: دوو افغان سرتيرو خپل ۱۳ همکارعسکر ووژل
د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کي دوو افغان عسکرو خپل ۱۳ ملګري عسکر اول مسموم کړي او بيا يې په خوب کي په ډزو وژلي دي. د کندوز يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي شکمن بريدګر د دغه وژنو وروسته له اړنده پوځي مقر څخه تښتېدلي دي. د افغانستان وسله والو طالبانو د دغه پيښي پړه په غاړه اخيستې او ادعا يې کړې ده چي وژونکو عسکرو د دوی سره تماس درلود.
سوريايي ځواکونو پر حلب مځکنی تعرض پېل کړ
د سوريې ځواکونو پر حلب ښار مځکنی تعرض پېل کړی دی. د ياغيانو د لوړپوړو غړو په حواله سوريايي پوځ د حلب په څلور بيلو سیمو کي د ياغيانو پر مورچلونو بريدونه کړي دي. ويل سوي چي د رژيم د ځواکونو د نوو پېل سوو جنګي عملياتو دغه تر ټولو لوی بريدونه دي. و حکومت ته د وفاداره يوې ملېشې د قومندان په وينا د سوريې د پوځ ځانګړي عسکر د ښار په ختيځ کي د ياغيانو د مورچلونو پر ضد د حرکت په حال کي دي.
د کولمبيا حکومت او ياغيانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک سو
د کولمبيا حکومت د فارک ياغيانو سره د سولي تړون په رسمي توګه لاسليک کړ. فارک ياغيان له ۵۰ کالو څخه زیات وخت د حکومت پر ضد جنګېدل. د کولمبيا ولسمشر خوان مانويل سانتوس او د فارک ياغيانو مشر رودريګو لوندونو د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون په حضور کي په کارتاګېنا ښار کي پر ياد تړون لاسليک وکړ. په دې مراسمو کي د لاتين امريکا يو شمېر دولتي مشران هم حاضر ول.
اروپايي ټولنه په ترکيه مي مهاجرو ته د پيسو کارتونه ورکوي
اروپايي اتحاديې په ترکيه کي د مهاجرو له پاره ځانګړی د پيسو د کارتونو پروګرام جوړ کړی دی. په دې ترڅ کي به له راتلونکې اونۍ څخه د مهاجرو دغو کارتونو ته هره مياشت سل ترکي ليرا ورلېږل کيږي چي تقريبا ۳۰ يورو کيږي. مهاجر کولای سي چي د دغه کارت په مرسته د پيسو له اوتوماتونو څخه نغدي پيسې واخلي، خريداري په وکړي او يا کرايه په ورکړي.
د آلمان په درېسدن کي د مسجد مخي ته چاودنه وسوه
د آلمان په درېسدن ښار کي د يو مسجد او د غونډو د يو مرکز مخي ته دوې چاودنې وسوې. دا خبر د آلمان د زاکسن ايالت پوليسو د سه شنبې په سهار ورکړ. په دغو چادونو کي څوک ژوبل سوي نه دي. د زاکسن ايالت د پلازمېني درېسدن د پوليسو رئيس هارست کرچمار ويلي چي تر اوسه پوري د دغو چاودنو پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او له همدې کبل اټکل کيږي چي دغه چاودنې به د خارجيانو ضد کسانو له خوا سوي وي.